Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات والي: د سلما بند د اوبو ذخیره کونه تر راتلونکو ۴۵ ورځو پیلېږي

د هرات والي محمد آصف رحیمي د دې په بیان سره چې د هرات د اوبو په بند کې د ذخیرې کونې بهیر به تر راتلونکو ۴۵ ورځو پيل شي وویل چې د دغه بند تخنیکي کارونه خپل وروستي پړاوونه تېروي او د سلما په بند کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره ټول چمتوالی په پام کې نیول شوی دی.

په ورته وخت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د سلما بند د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو له هڅې څخه خبر ورکړ.

وړاندې له دې له هندوستان څخه افغانستان ته د دغه بند د اوسپنیزو دروازو د لېږد د څرنګوالي په اړه ځینو اندېښنو شتون درلود؛ هغه لویې دروازې چې ټاکل شوې ده د هریرود د اوبو په وړاندې کېښودل شي ترڅو په دغه بند کې اوبه زېرمه شي.

خو د هرات والي د هندي ډیپلوماتانو او د دغه بند د جوړونکي شرکت له‎ خولې وايي چې د دغه بند ټول تخنیکي کارونه ترسره شوي دي او د سلما په بند کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره تابیاوې نیول شوي دي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي زیاته کړه: " لکه څرنګه چې د چارواکو او د دغې پروژې د ترسره کوونکو له خبرو څخه اخیستنه کېږي د دغه بند تخنیکي کار خپلې وروستۍ ورځې تېروي او هیله‎مندي شتون لري چې تر راتلونکو ۴۵ ورځو به د سلما بند د اوبو د زېرمه کولو بهیر پیل شي".

ټاکل شوې ده لومړی په آزماېښتي ټوګه اوبه د دغه ستر بند د دېوالونو تر شا ذخیره شي او د دغه بند د ټولو برخو زیان پېژندنه وشي.

له دغه بند څخه بشپړه ګټه اخیستنه یو بل کال ته اړتیا لري.

که څه هم د سلما بند د کار په وړاندې د یو شمېر ترهګریزو کړیو د ګواښونو په اړه اندېښنو شتون درلود خو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايي چې په چشت ولسوالۍ کې د دغه بند د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو د پام وړ شمېر شتون لري او هېڅ ډله د اوبو د دغه بند د کار د بهیر د نا امن کولو وړتیا نه‎لري.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد څرګنده کړه: " امنیتي ځواکونه په بسنده توګه د دغه بند د امنیت د ټینګښت لپاره شتون لري، موږ له امنیتي اړخه د دغې پروژې چارواکو او ترسره کوونکو ته ډاډ ورکوو چې د دغه بند د جوړونې په کار کې هېڅ ډول ګواښ شتون نه‎لري".

هندوستان تر اوسه د دغه ستر بند د جوړولو لپاره نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګولي دي.

له دغه بند څخه په ګټې اخیستو سره به په هرات کې ۷۰ زره هکټاره للمي ځمکه اوبه شي او همداراز ۴۲ مېګاواټه برېښنا به هم تولید کړي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي د دې په بیان سره چې د هرات د اوبو په بند کې د ذخیرې کونې بهیر به تر رات

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه