Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او هند مشرانو کوربه‎توب لپاره د هرات ولایت د اوسېدونکو چمتووالی

هرات کې ښاروالۍ افغانستان ولسمشر، اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرندرا مودي هرکلي لپاره د دواړو هېوادونو بیرغونه او د دواړو مشرانو انځورونه د ښار په یو شمېر برخو کې لګولي دی. ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړی وزیر، نرندرا مودي دغه ولایت ته د سلما بند د پرانیستنې په موخه ولاړ شي.

په سلما بند کې د یوه توربین په لګولو سره، د هرات ولایت اوسېدونکي به له څو ساعتونو برېښنا څخه برخه‎من شي.

تېره شپه په آزمویښتي توګه د هرات ولایت برېښنا ته ۱۴ میګاواټه زیاته شوه.

له بلې خوا د هرات ولایت ښاروالۍ د افغانستان او هند د مشرانو د روتګ لپاره چمتووالی نیولی دی.

هرات به تر پنځو ورځو په کمه موده کې د هند د لومړي وزیر نارندرا مودي او د افغان ولسمشر اشرف غني کوربه وي.

سرکونه د دواړو هېوادونو د مشرانو انځورونو او بیرغونو باندې سمبال کړي دي او د سلما بند نوم ته یې د افغانستان او هند د دوستۍ نوم ورکړی او خلک هم هره شیبه د دغه بند د پرانستلو انتظار باسي.

د هرات ولایت اوسېدنکی، فضل احمد حنیفي وايي:«له نیکه‎مرغه چې موږ کولی شو د زیرمه شویو اوبو څخه استفاده وکړو.»

د هرات ولایت بل اوسېدونکی، عبدالرزاق وايي:«دا برېښنا زموږ ده او دا برېښنا بل هېواد پورې تړاو نلري کله چې یې اوغواړي پرې یې کړي او کله چې یې زړه وشو وصل یې کړي.»

په همدې حال کې، د هرات د والي ویاند وايي چې د هند د لومړي وزیر د هر کلي او د سلما بند د پرانیستنې لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخیستل شوی دی.

د هرات د والی ویاند، جیلاني فرهاد وايي:«په هرات ولایت کې په لوړه کچه کمېسیون جوړ شوی دی تر څو په دغه ولایت کې د پرانیستنې مراسمو ښه‎والي په اړه تدابیر ونیسي او دغه پروژه پرانیستنې ته چمتو کړي.»

په همدې حال کې، د یک‎شنبې پر شپه د سلما د بریښنا د بند له یوه توربینه تولید شوې ۱۴ میګاواټه بريښنا په آزمویښتي ډول له د هرات د بریښنا پر شبکې ورزیاته شوه او هراتیانو له ۴۰ کلونو وروسته خپل کورنه د سلما بندر پر بریښنا روښانه کړل.

اخوا د اوبو او بريښنا وزارت مرستیال وايي چې ډېر ژر به له دوو نورو توربینونو هم ۲۸ میګاواټه بريښنا د هرات د بریښنا له شبکې سره یوځای شي.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال، امان الله غالب وايي:«د دغه بند یو توربین مو تېره شپه فعاله کړ او عملي کار یې د نورجهان ۱۱۰ کیلوواټ سب‎ستیشن سره وصل شوی دی.»

د هرات د سلما بند له ۴۰ کلونو انتظار وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي. دغه بند به ۷۰زره هکټاره ځمکه خړوبه او ۴۲ میګاواټه بریښنا به تولید کړي.

د راپور لیدو لپاره لاندې ځای کېکاږئ:

هرات کې ښاروالۍ افغانستان ولسمشر، اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرندرا مودي هرکلي لپاره د دواړو هېو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه