Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سلما بند تر پرانسیتو وروسته د خلکو خوښۍ او اتڼونه

د هرات ولایت اوسیدونکو د افغان او هندي چارواکو له خوا ددغه بند له پرانیستو وروسته نڅاوې وکړې او د سلما بند ګټنه د هرات ولایت د خلکو له پخوانیو هیلو څخه بولي.

دغه اوسیدونکي همداراز وایي چې، دا بند نه یوازې د هراتیانو لپاره اوبه او بریښنا برابروي، بلکې د ژوند د دوام لپاره هیلې هم رامنځته کړي دي.

وروسته له هغې چې د سلما بند د افغانستان او هند مشرانو له خوا پرانیستل شو، د هرات ولایت اوسېدونکو په ځانګړې توګه د چشت ولسوالۍ اوسېدونکو په نڅاوو پیل وکړ او د دغه بند جوړېدل یې د هند او افغانستان ژورې اړیکې ښکاره کوي.

دسناتوره، آمنه افضلي وايي:«دا ډېره مهمه ده؛ هم د برېښنا او هم د کرنې په برخه کې، هغه پروګرام دی چې خلکو یې کلونه تمه کوله او نن د خوشالۍ ځای دی.»

په همدې حال کې، د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر د دغه بند روغول د افغانستان پر وړاندې د هند د رېښتیني دوستۍ نښه بولي.

د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر، محمد اسماعیل خان وايي«وروسته له ۴۰ کلونو دا لویه پروژه ده چې په هېواد کې پرانیستل کېږي. زه د دغه پروژې پرانیستل ټولو افغانانو په ځانګړې توګه هراتیانو ته مبارکي وایم. دغه بند به په هرات کې ژوند بدل کړي؛ ځکه چې په کې اوبه برېښنا شته او کرنه به وده وکړي.»

په همدې حال کې، د صنایعو یو شمېر څښتنان وايي، هغه کارخانې چې په هرات ولایت کې یې د برېښنا د نه شتون له امله خپل کارونه درولي وو، بېرته پیل کړي دي.

د صنایعو څښتن، همکار وايي:«د سلما بند د برېښنا راتګ سره لسګونو پانګه‎والو چې ماشینري لري خپل کارونه بیا پیل کوي او له نورو ځایونو څخه به هم د برېښنا شتون له امله پانګونې دغه ولایت ته راشي.»

له بلې خوا، یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې حکومت باید د نورو بندونو رغولو په برخه کې هم کار وکړي په ځانګړې توګه د «کجکي بند» لپاره.

د مدني ټولنې فعاله، ثریا پاک‎زاد وايي:«افغانستان ډېر ظرفیت لري؛ هیله ده چې افغانستان یوازې د دغه بند په رغولو بسنه ونه کړي. حکومت باید د سلما بند په رغولو بسنه ونه کړي باید د هېواد نور بندونه لکه د کجکي بند هم ورغول شي چې د هرات ولایت اوسېدونکو خوښې د کندهار او هلمند ولایت اوسېدونکو کې هم وګورو.»

د کجکي بند د سلما له بند څخه ډېر ظرفیت لري، خو د نا امنیو له امله کلونه کېږي چې دغه بند نه دی رغول شوی او د هلمند او کندهار خلک کلونه کېږي چې په تیاره کې ژوند کوي.

د سلما بند ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره سور لري،د ۶۴۰ متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او د ۴۳ میګاواټه برېښنا تولید سره به ۴۰ زره کورنۍ به یې له بر‎ېښنا برخه منې شي، د دې ترڅنګ به ترې ۸۰ زره هکتاره ځمکه خروبه او ۵۰ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د سلما برېښنا بند جوړولو باندې ۳۰۰میلیونه ډالره لګښت راغلی چې د هند له خوا ورکړل شوی دی.

د راپور لیدو لپاره لاندې ځآی کېکاږئ:

د هرات ولایت اوسیدونکو د افغان او هندي چارواکو له خوا ددغه بند له پرانیستو وروسته نڅاوې وکړې او د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه