Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله هېوادوالو ته د سلما بند پرانیستنې په اړه مبارکې وویله

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د سلما بند د پرانیستنې په اړه ټولو هېوادوالو ته مبارکي وویله.

ښاغلي عبدالله د دغه بند پرانستنه د افغانستان حکومت بې‎ساری ګام بولي او وايي چې د سلما بند پرانیستلو وښوده چې د ملي یووالي حکومت د اقتصادي پروژو پراختیا ته ژمن دی.

دی وايي:"نن د افغانستان لپاره د خوښۍ او د پرمختګ په لور د یوه بل مثبت او اغېزمن ګام د اخیستو ورځ ده."

او خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:"نن رسما د افغانستان او هند د دوستۍ (سلما بند) چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې افغانانو د پرانستې هیله درلوده ـ پرانستل شواو زه د دې بند د پرانستلو لپاره ټول افغان ملت او د هند دوست هېواد خلکو ته مبارکي وایم."

خبرپاڼه کې دعبدلله له قوله ویل شوي دي چې د دې بند د جوړېدو چارې د لومړي ځل لپاره لسیزي وړاندې د سردار محمد داوود خان له لوري پيل شوې وې، چې نن (شنبه د غبرګولي ۱۵مه)ګټي اخستني ته وړاندي شو.

ده زیاته کړې ده:"دا د افغانستان د پرمختګ او توسعې په برخه کې یو بې ساری اقدام او د هند او افغانستان د دوستۍ يو ښه سمبول دی. افغانستان او هند تاریخي اړیکې لري؛ خو دا اړیکې تل په دوستۍ، ښه نیت او همکارۍ ولاړې دي. هند تل له افغانستان سره په پراختیايي چارو کې مرسته او همکارې کړې ده، چې افغانان یې مننه او قدرداني کوي."

ده زیاته کړه چې افغانان د هرچا د دوستۍ لاس کلک نیسي، خو که د هغوی دوستي د هند خلکو او دولت په شان رېښتیني ووسي.

عبدالله ټینګار کړی:"افغانان د هغو قدر ښه پېژني، چې له افغانستان سره همکاري کوي، خو هغه کسان به د تل لپاره هېر نه چې غواړي جګړه پرې وتپي او په افغانستان کې ویرانۍ رامنځته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلما بند پرانیستنه ښه لاسته راوړنه بللې ده.

ده په یوه ټلفوني اړیکه کې د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي ته ویلي دي چې د سلما بند او د چابهار ټرانزیتي بندر لویې پروژې دي او زیاته کړې یې ده چې د دغو پروژو پرانیستنې سره به افغانستان په منځنۍ آسیا کې پر یوه ټرانزیتي هېواد بدل شي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې ده چې هند افغانستان ښه شریک دی او په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د بیا رغونې په برخه کې فعاله ونډه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت سلما بند نن شنبه ( د غبرګولي۱۵مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نرندرا مودي له خوا په هرات ولایت کې پرانیستل شو.

د سلما برېښنا بند جوړولو باندې ۳۰۰میلیونه ډالره لګښت راغلی چې د هند له خوا ورکړل شوی دی.

دغه چې د هریرود په سیند باندې جوړی شوی، د هرات ولایت د چشت په ولسوالۍ کې پروت دی او ټاکل شوې ده چې له برېښنا څه یې زرګونه کورنۍ برخه‎منې شي.

دغه بند ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او درې کیلومتره سور لري،د ۶۴۰ متر مکعبه اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري او د ۴۳ میګاواټه برېښنا تولید سره به ۴۰ زره کورنۍ به یې له بر‎ېښنا برخه منې شي، د دې ترڅنګ به ترې ۸۰ زره هکتاره ځمکه خروبه او ۵۰ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د سلما بند د پرانیستنې په اړه ټولو هېوادوالو ته م

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه