Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زهرې سیاره کې د ژوند احمتال په تړاو د پوهانو کشف

پوهانو وايي چې په زهرې سیاره کې یې فوسفین ګاز چې ځمکه کې د مکروبونو لخوا تولیدیږي، موندلي او ښایې په دغه سیاره کې مکروب ووسي.

سره له دې پوهان وايي ناهید سیارې او لمر ته د زهرې نېږدېوالي او ګرمې او اسیدي فضا ته په کتو لا هم نشي ویلي چې په کې دې ژوندي موجودات ووسيږ

د اروپا سویل رصد خونې د څېړنو رییس، ایتزیار دي ګوریګوریو په دې اړه ویلي دي:«دا لومړی ځل نه دی چې له ځمکې بهیر شمسي نظام کې د فوسفین ګاز ګورو. دا ګاز په لویو ګازي سیاراتو کې لیدل کيږي، خو د دغه ګازو تولید فزیکي حالاتو ته اړتیا لري او هغو سیارو کې چې په کې کړنګونه نشته، د دغو ګازو شتون امکان نلري.»

هغه زیاتوي چې د فوسفین ګازو تولید کې میکروبونه ونډه لري او بل دا چې په کې بیولوژیکي میکانیزمونه ونډه نلري.

اوس پوهان په دې باور دي چې د ناهید سیارې وریځي چې تر ۳۰ درجو تودوخه لري، مکروبونه خپل ځان کې ځای کړي وي او دغه مکروبونه د زهرې فضا کې د مقاومت توان ولري.

 د یادونې ده چې د ناهید ۹۰ سلنه وریځي اسیدي دي او د ځمکي مکروبونه په کې ژوندي نه پاتې کيږي.

ګریګوریو زیاتوي:«که تایید شي چې میکروبونه د زهرې په فضا کې د فوسفین تولید کې ونډه لري، نو د هغو میکروبونو په تړاو به خبرې وکړو چې د زهرې په فضا کې معلق دي او سخت اسیدي چاپېریال زغمي. ځکه د زهرې فضا سخت سلفوریک اسید اتموسفیر لري. دا ډول مکروبونه ځمکه کې هم پیدا کېږي.»

سره له دې پوهان وايي چې د موندل شوي ګاز په زهرې کې د پردیو ژوندي موجوداتو د شتون په مانا نه ده.

شریک یي کړئ