Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا پر ضد د روسیې د واکسین د وېش بهیر پيل شو

له کووېډ نولس سره د روسیې د مبارزې مرکز وايي چې د کورونا پر ضد «اسپوټنیک وي» د واکسین وېش بهیر د دغه هېواد د پلازمېنې په ۷۰ کلینیکونو کې له ګواښ سره مخ ډلو د استفادې لپاره پيل شو.

په لومړني پړاو کې ټاکل شوې ده د روسیې د ټولنې تر ټولو زیانمن کسان له هغې ډلې ډاکټران او د ښوونځیو زده کوونکي واکسین ي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اوونۍ د داوطلبانه واکسیناسیون د ملي طرحې د اجرا فرمان صادر کړ.

د پوتین په وینا، په راتلوونکو څو ورځو کې به په دغه هېواد کې د کورونا ویروس دوه مېلیونه دوزه واکسین تولید شي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوت پر بنسټ، دا واکسین په دغه هېواد کې یو له دوو واکسینونو څخه دی چې په کورنۍ بڼه تایید شوی دی.

تېره میاشت روسیې اعلان وکړ چې د دغه واکسین وړتیا ۹۲ سلنه ده او خلکو به د کوونډ نولس له ناروغۍ ژوغوري.

تراوسه په روسیه کې څه باندې دوه مېلیونه او ۴۳۹ زره تنه په کووېډ نولس ناورغۍ اخته شوي دي.

همدارنګه څه باندې ۴۳ زره تنه نور د دغې ناورغۍ له امله په دغه هېواد کې مړه شوي دي.  

دا واکسین به په وړیا توګه د روسیې د خلکو په واک کې ورکړل شي.

شریک یي کړئ