Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن او پوتین د افغانستان او نړۍ مسایلو اړوند ټلفوني خبرې وکړې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جوبایډن له خپل روسي سیال، ولادمیر پوتین سره ټلفوني اړیکه کې پر بېلابېلو مسایلو لکه افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنې په تړاو د مسکو لخوا د پیسو پر ورکړې، خبرې کړې دي.

تېر کال لویدیځ والو رسنیو راپور ورکړ چې روسیې  افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره پیسې لګولې دي.

په دې تړاو د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي و، د امریکا د استخباراتو ادارې فکر نه کاو چې افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو وژنې په تړاو د روسیې لخوا د پیسو لګولو په تړاو مالومات ریښتني ووسي او له همدې کبله یې له پوتین سره شریک نکړل.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې، جنیفر ساکي یوې خبري ناستې کې ویلي دي چې بایډن د روسیې حکومت د مخالف سیاستوال، الکسي ناولني د نیولو په تړاو اندېښنه لري.

ناولنې تېره پنجشنبه کله چې له المانه روسیې ته راستون شو، د مسکو هوايي ډګر کې ونیول شو.

ناولني پوتین تورنوي چې د هغه د وژنې امر یې کړی دی، خو پوتین دا تورونه نه دي منلي او ویلي یې دي چې د ناولني کارونه د هغه د بې اعتباره کولو لپاره د امریکا د هڅو یوه برخه ده.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ هم د امریکا له ولسمشر، جوبایډن سره ټلفوني اړیکه کې د ناټو له ستونزو، لکه په افغانستان او عراق کې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ هم د امریکا له ولسمشر، جوبایډن سره ټلفوني اړیکه کې د ناټو له ستونزو، لکه په افغانستان او عراق کې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي

شریک یي کړئ