Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مریخ پر سطحې د ناسا د څېړونکي له کوزېدو نوي خپاره شوي انځورونه

د امریکا فضایي سازمان یا ناسا، داسې ویډیوګانې خپرې کړې دي چې د مریخ پر سطحې د دغه سازمان د څېړونکي او سپړونکي د کوزېدو د تاریخي شېبې جزییات ښکاره کوي.

دغه ویډیو د مریخ کرې پر سطحې د دغه څېړونکي له ناستې مخکې وروستۍ دقیقې ښکاره کوي او په خانګړې توګه د مریخ له سطحې د دوړو پورته کېدو شېبه چې د دغه څېړونکي او سپړونکي د ناستې له امله رامنځه شوې ده.

دغه څېړونکی د شنبې په ورځ مریخ ته ورسېد او ځينې انځورونه یې هم ځمکې ته واستول.

د دغه څېړونکي یو له طراحانو، د ال چن په وینا، دغه مریخ مزلی په دوو میکروفونونو سمبال دی او دا امکان رامنځته کوي چې د مریخ د چاپېریال واقعي غږونه له هغې ډلې د باد غږ واوري.

هغه د انځور په هکله هم وايي:«دغه ويډیوګانې او دغه انځورونه زموږ خیالي څيزونه دي.»

دغه زر کیلويي شپږ ټير لرونکی څېړونکی او سپړونکی، لږ تر لږه دوه راتلوونکی کالونه به د مریخ د ډبرو پر سوري کولو کې تېر کړي چې ښايي په دغې سیاره کې د تېر ژوند یوه نښه پیدا کړي.

د دغه څېړونکي او سپړونکي اصلي ماموریت، په تېر کې د ژوند د اثارو موندل او په ۲۰۳۰ لسیزه کې له نورو ماموریتونو سره ځمکې ته د مریخ له خاورو او ډبرو د بېلګو راغونډول، چمتو کول او راوړل دي.

دغه څېړونکی او سپړونکی د شنبې په ورځ مریخ ته ورسېد او ځينې انځورونه یې هم ځمکې ته واستول.

شریک یي کړئ