Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات یوه اوسېدونکي الوتونکې وسیله جوړه کړې

د بشیر احمد افسرزاده د ماشومتوب خوب حقیقت شوی، اوس هغه د رڼا په زړه کې الوزي او په خپل لاس جوړې شوې وسیلې سره له الوتنې خوند اخلي او د سولې پیغامونه خپروي.

د هرات یوه اوسېدونکي بشیر احمد افسر زاده له ماشومتوبه د الوتلو هیله درلوده او اوس له ډېرو هڅو وروسته خپلې دغې هیلې ته رسېدلی دی.

هغه اوس په ډېرې راحتۍ سره د دغې کوچنۍ دستګاه په وسیله د هرات ښار فضا ته پورته کېږي او خلکو ته د سولې پيغامونه خپوروي.

fly

دی وايي له کم لګښت سره کولی شي چې له هراته ګاونډیو ولایتونو د دوه زره متره جیګوالي کې الوتنه وکړي.

بشیر احمد افسر زاده څرګندوي:«د دغې وسیلې جوړولو دوه کاله وخت وینو او په خپل لګښت مې د موټرسایکل له ماشنه جوړ کړی دی، او  ویاړم چې دا دستګاه مې جوړه کړې ده.»

بشیر احمد د هرات ښار فضا ته په الوتلو سره له پاسه پر هراتیانو د سولې غوښتنې پیغامونه شیندي.

هغه هیله څرګندوي چې، په هېواد کې د سولې په ټينګښت سره خپله دغه دستګاه لا پسې لویه کړي.

نوموړی زیاتوي:«زه غواړم چې د دغې وسیلې له لارې خلکو ته د سولې پیغام ورسوم، نن مې کابو درې سوه ټوټې کاغذه چې د سولې پیغام و په کې خلکو ته وشیندل.»

fly

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د دغه دستګاه د نندارې لپاره د الوتنې په ځای کې سره راټول شوي دي.

د هرات اوسېدونکی، صبغت الله حبیبي وايي:«هغه کاغذونه چې د سولې پیغام و په کې د خلکو کورونو ته یې وشیندل، موږ ولیدل، له دولته غواړو چې د دغه ډول طرحو ملاتړ وکړي.»

د هرات بل اوسېدونکی، همایون احمدي زیاتوي:«خصوصي سکتور او دولت باید له دغه ډول اختراعاتو ملاتړ وکړي، مخکې له دې هم هرات او نورو ولایتونو کې خلکو داسې څه جوړ کړي، خو هېڅ ملاتړ او تشویق نشته.»

دغه دستګاه د موټر سایکل د یوه ماشین، د لرګیو د یوې پرې او یوه چتره جوړه شوې ده.

بشیر احمد افسر زاده د دغې دستګاه په وسیله کله کله د هرات ښار اسمان او غرونو ته ځي راځي.

د نوموړي په وینا، په دغې دستګاه سره کولی شي په لږ لګښت سره د هرات ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

شریک یي کړئ