Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشر دوستانه معیارونو د پېژندلو لپاره کابل کې د اپلېکېشن مخ کتنه

"جنیوا کال" نړیوال سازمان یو اپلېکېشن جوړ کړی چې ورسره د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې په تېره بیا د حکومت مخالفې وسله والې ډلې له نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره آشانه کوي. په کابل کې یې مخ کتنه وشوه.

دغه اپلېکېشن (جګړه هم اصول لري) نومېږي او د ځیرک ټېلفونونو د کارونکو لپاره په دریېو ژبو دري؛ پښتو او انګلیسي معلومات برابروي.

دغه اپلېکېشن د پلي سټور په ګوګل کې هم د لاسرسي وړ دی.
     
په یورآسیا سیمه کې د جینوا کانال رییسه ماري لوکین وايي:«دغه اپلېکېشن د جنګیالیو او قومندانانو لپاره طراحي شوی دی چې په یوې ښه فضا کې خپل ځانونه له انسان دوستانه اصولو سره آشنا کړي، اپلېکېشن له ټپیانو سره د مرستې، د جګړې د وسایلو او تاکتیکونو، د لرغونو آثارو د ساتنې او روغتیایي خدمتونو او نورو برخو په هکله له ژوندیو مثالونو او پوښتنو کار اخلي.»

دغه اپلېکیشن د ځیرک ټېلفونونو د کارونکو لپاره په دریېو ژبو دري؛ پښتو او انګلیسي معلومات برابروي.

د اروپايي ټولنې د ځانګړي پلاوي سفیر انډریاس ون برنټ وویل:«اروپايي ټولنې تل له ځنډ پرته د اوربند غوښتنه کړې ده. مهمه دا ده چې تل د ملکیانو ساتنه وي. نه شي کېدای چې د دې کار لپاره صبر وشي او یا د روغتیايي کارکوونکو لاسرسی محدود شي.»

په ملي امنیت شورا کې سلاکاره درانۍ جاوېد وزیري هم څرګندوي:«تېر کال افغان حکومت نږدې دوه زره هوایي بردونه لغوه کړي چې د ولسي وګړو د ژوند ساتنه وشي. خو د افغانستان دښمانان له دې نوي تاکتیک نه کار اخلي چې د ولسي خلکو په منځ کې پټېږي او پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. دا باید هېره نه کړو چې اورپکې ډلې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عاملانې دي.»

پخوانی طالب قومندان سید اکبرآغا بیا داسې وايي:«د دې ټولو د حل لار سوله ده.»

ټاکل شوې ده چې د  (جګړه هم اصول لري) د اپلېکېشن په تړاو معلومات د ټولنیزو شبکو له لارې په تبلیغ او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوسټرونو په لګول سره تر جنیګالیو ورسېږي.

 د مدني ټولنې د بنسټونو غړي مسعود کړوخېل وویل:«زه فکر کوم چې د دغه اپلېکېشن تر څنګ له راډیوګانو او جوماتونو او دیني عالمانو، قومي مشرانو او شوراګانو کار واخیستل شي چې دغه معلومات ټولو ته ورسېږي.»

شریک یي کړئ