Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات زده کوونکې نجونې د ستور پېژندنې نړۍوالې سیالۍ ګټونکې شوې

په هرات کې د زده کوونکو یوه ډله د ستور پېژندنې د یوې نړۍوالې سیالۍ ګټونکې شوې ده.

د نجونو دغه ډله چې نوم یې (کیهانه) اېښودل شوی دی، توانېدلي دي چې د ۵۴ هېوادونو د ۲۵۵ ډلو په منځ کې په لسو غوره ډلو کې راشي او جایزه ترلاسه کړي.

د کیهانې ستور پېژندنې ډلې مسووله امینه کریمیان وايي:«د ۵۴ هېوادونو څخه د ستور پېژندنې د ۲۲۵ ډلو له منځه زموږ د ډلې نوم د جدول په لومړي سر کې و. د دغو سیالیو جایزه د ستورپېژندنې له یوې کڅوړې سره یو تلسکوپ چې په کې دوربین او نور امکانات شاملېږي ده.»

دوه کاله کېږي چې دغه نجونې د ستور پېژندنې په برخه کې څېړنه کوي. دغو نجونو محدودیتونه شاته کړي دي او له ځمکې د اخوا  کایناتو په تړاو فکر کوي.

د کیهانې د ستور پېژندنې ډلې غړې سحر نافع څرګندوي:«کولای شو چې د تلسکوپ په واسطه اسمان او ستوري ووینو. له دې مخکې چې ځمکې ته فکر وکړم، اسمان ته هم فکر کوم او غواړم پوه شو چې په فضا کې څه دي.»

د کیهانې د ستور پېژندنې ډلې بله غړې بهناز عزیزي هم زیاته کړه:«د هغو محدودیتونو سربېره چې زموږ په هېواد کې دي، موږ له ځمکې هغې خوا ته فکر کوو او غواړو چې د افغانستان نوم د ستورپېژندنې په علم کې ثبت کړو.»
 
نژدې دوه کاله کېږي چې دغه نجونې د دغه ساده ټلسکوپ له لارې کیهان او ستورو ته په ځېر ځېر ګوري. دوی ښه امکانات او پرمختللی ټلسکوپ د ستور پېژندنې په پوهه کې د پرمختګ له شرطونو ګڼي.

په داسې حال کې چې مېلیونونه افغانې نجونې د جګړې او ټولنیزو محدودیتونو له امله ښوونځي ته له تګ نه بې برخې دي، خو دغه نجونې د داسې عصري زده کړو په هڅه کې دي، چې په افغانستان کې یې ډېر خلک تصور هم نه کوي.

شریک یي کړئ