Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له خبرداریو سره مل د اقلیم په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ

ملګرو ملتونو له اتو کلونو وروسته، د نړۍ د اقلیم په هکله معلومات نوي کړل او په تړاو یې نن (دوشنبه د زمري په ۱۸ مه) رپوټ خپور کړی.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د ځمکې د کُرې د چټکې ګرمېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د اقلیم په تړاو رپوټ خپور کړی وو، چې اوس دې نوي رپوټ کې د هغه پرتله د ځمکې د تودوخې منځنۍ درجه مخ په لوړېدو ښودل شوې ده.

رپوټ کې د اقلیم د تاوان پېښوونکي بدلون خبرداری ورکړل شوی، خو په ورته وخت کې دا رپوټ دولتونو ته لارښود هم دی، چې د شین کوریزو غازونو د خپرېدو کمېدو لپاره خپل پروګرامونه برابر کړي، چې بیا یې په نومبر میاشت کې د اقلیم په هکله د ملګرو ملتونو کنفرانس کې وړاندې کړي.

ساینس پوهان وايي، نړۍ باید ۲۰۳۰ کاله پورې د شین کوریزو غازو خپرول نیمايي ته راکم کړي او تر ۲۰۵۰ کاله پورې دې یې بېخي صفر کړي او دا ځکه چې د ځمکې د کُرې د تودوخې څه باندې ۱.۵ درجې ته د رسېدو مخنیوی وشي او که د دې کار مخنیوی و نه‌شي، نو په نړۍ به خورا ناوړه اغېز وکړي.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې راغلي، چې د اقلیم اوسنی بدلون هم ټوله نړۍ کې ناورین پېښولی شي، ځکه چې ټول طبیعي یخچالونه په ویلي کېدو دي او توپانونه زورور شوي.

د ساري په توګه: سږکال په چین او اروپا کې بې‌ساري مرګوني سېلابونه راووتل او په، سایبریا، امریکا او مدیترانه کې ځنګلیز اورونه په لګېدو دي.

د بېزوس بنسټ کې د ساینس، ډیټا او سیسټمونو بدلون مشرې کلي لېون ویلي: "دا رپوټ نه یوازې دا موضوع څېړي، چې موږ د اقلیم د بدلون له اړخه ټکني حالت سره مخامخېږو، بلکې دا هم ښيي، چې نننۍ نړۍ د سمدنر د سطحې او یخ له اړخه په نامعلوم لوري ده. "

مېرمن لېون ویلي: "په ټوله کې دا رپوټ د اقلیمي ګامونو لپاره د دولتونو لومړیتوبونه معلوموي. "

ساینس پوهان وايي، نړۍ باید ۲۰۳۰ کاله پورې د شین کوریزو غازو خپرول نیمايي ته راکم کړي او تر ۲۰۵۰ کاله پورې دې یې بېخي صفر کړي.

شریک یي کړئ