Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان-ترک ښوونځي زده کوونکو خپلې لاسته راوړنې نندارې ته کېښودې

په مزار شریف کې د افغان - ترک د هلکانو د لېسې زده کوونکو د ساینس، رسامۍ او نقاشۍ په برخو کې خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړې.

په دغه نندارتون کې ساینسي پروژې له هغې ډلې په کېمیا، فېزیک او بیولوژۍ په برخو کې نندارې ته وړاندې کړل شوې.
 
په مزار شریف کې د افغان - ترک د هلکانو لېسې مدیر وايي محمد نعیم فروتن وايي، لس ورځې وړاندې همدغو زده کوونکو د خپلو رسامیو او نقاشیو له برکته د څلوېښتو هېوادونو تر منځ له ویاړه ډک مقام خپل کړل.

نوموړی وايي چې په نورو سیالیو چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې په مجازي ډول جوړې شوې وې، هم د دغه ښوونځي زده کوونکو ویاړ ترلاسه کړ.

ښاغلي فروتن زیاته کړه:«زموږ رباټيکه برخه هم فعاله ده الحمدالله د زده کوونکو او تجربه لرونکو ښوونکو په واسطه مخته وړل کېږي چې په امریکا کې یې لومړی مقام خپل کړ.»

په دې نندارتون کې ۱۵۰ زده کوونکو په رسامۍ، نقاشۍ او ساینسي څانګو کې په خپل لاس جوړ شوي شیان نندارې ته اېښي دي.

زده کوونکي احمدولید چې د زلزلې د سنجش یوه دستګاه یې جوړه کړې او نندارې ته یې اېښې ده وايي:«دغه ماشین په یوه ډېر ساده زنګ سره کولای شي خلکو ته خبرداری ورکړي چې له سیمې لېرې شي.»

د نندارتون جوړونکي د دغه نندارتون د جوړولو موخه د یو شمېر زده کوونکو د مهارتونه رابرسېره کول ګڼي.

دغه زده کوونکي بیا وايي که چېرې یې ملاتړ وشي؛ نو نورې پنځونې به هم کړای شي.

زده کوونکي احسان‌الله په دې هکله وویل:«موږ پرېکړه لرو چې پروژې په پرمختللې او بنسټيزې بڼه ترسره کړو.»

په مزارشریف کې د افغان - ترک د هلکانو د لېسې د زده کوونکو له لوري جوړ شوی رباټ د دغې لېسې په جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی دی.

په هېواد کې افغان- ترک ښوونځي یو له مخکښو ښوونځیو شمېرل کېږي. د افغان - ترک د هلکانو او نجونو څه باندې شل ښوونځي په کابل، مزارشریف، هرات، کندهار، شبرغان او جلال اباد ښارونو کې فعالیت لري.

افغانستان کې د افغان - ترک بنسټ رییس صالح ساغر څرګندوي:«نننی نندارتون د دغو زده کوونکو د هڅو پایله ده. پوهه هغه وخت اغېزناکه کېدای شي چې، هغه زموږ پر ژوند اغېز وکړي؛ نو هغه څه چې، موږ په ټولګیو کې دوی ته ښیو غواړو چې، دلته یې عملاً هم تجربه کړي او دغه چاره د یوه عملي کار په توګه ترسره کړي؛ څو دغه پوهه د دوی د ژوند د بدلېدو لامل شي.»

د افغان- ترک په ښوونځیو کې په کال کې دوه ځلي دغه ډول نندارتونونه جوړېږي او په هغو کې زده کوونکي خپلې لاسته راوړنې نندارې ته ږدي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه