Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه زده کړیال متحرکه مصنوعي لاس جوړ کړی

د برېښنا د څانګې یو زده کړیال توانېدلی چې یو متحرک مصنوعي لاس جوړ کړي. 

محمد صابر وايي چې دغه لاس د معلول کس له عصبي جریانونو سره په اړیکه کې وي او کابو د حقیقي لاس په توګه کار کوي.
 
محمد صابر صبور چې د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی، تازه یې ښوونځی پایته رسولی او د غزني پوهنتون د برېښنا انجنیرۍ څانګې ته بریالی شوی دی.

دی وایي چې دغه متحرک مصنوعي لاس یې په ۱۱ورځو کې د ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړ کړی او د معلول کس له عصبي جریانونو سره د وصلېدو وړتیا هم لري.

هغه وویل:«کله چې زه په خپل موټرسایکل له پوهنتونه روان وم، یو کس مې ولیدل چې لاس یې نه درلود او ډېر په تکلیف و، د غه کس په لیدو په دې فکر کې شوم چې په افغانستان کې معیوبین ډېر دي. ځکه چې افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی او ومې ویل چې دې ته باید یوه لار پیدا شي چې ورته لاس جوړ شي، نو په ۳۰ ثانیو کې د لاس د اختراع فکر مې ذهنت ته راغی.»

له دې سره هم مهاله، د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې د روغتیا په برخه کې د دغه راز اختراعګانو هر اړخیز ملاتړ کوي.
                         
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر  وايي:«د پرمختګ په پلانونو کې چې د افغانستان د عامې روغتیا یې لري، له ټولو ځوانانو او هغه کادرونه چې په دې برخه کې کار کوي او ګټه یې بشریت ته په ځانګړې توګه روغتیايي برخې ته وي، په بشپړه توګه د افغانستان د روغتیا وزارت د هغوی ترڅنګ دی او له ټول وس سره له هغوی ملاتړ کوي.»

صابر دغه راز ادعا کوي چې له اته کلنۍ راهیسې په بېلابېلو برخو کې ۵۰ اختراعګانې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه