Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر راتلوونکې یوې میاشتې به کابل کې د پاسپورټ د وېش څلور مرکزونه پرانیستل شي

د پاسپورټ عمومي رياست وايي، چې تر راتلونکې يوه مياشتې به کابل کې د پاسپورت د وېش څلور نور مرکزونه پرانيزي.

د دغه ریاست ملکي مرستيال، شيرشاه قريشي وايي، چې د دې مرکزونو له پرانیستلو وروسته به هره ورځ په منځني ډول لس زره پاسپورته ووېشل شي.

د پاسپورت عمومي رياست ملکي مرستيال شېرشاه قريشي وویل:«ښايي تر راتلوونکې یوې میاشتې د کابل ښار په کچه د پاسپورټ د وېش څلور مرکزونه فعال کړو او په ټول کې په ورځ کې د پاسپورټ د وېش کچه په ورځ کې ۱۰ زره جلدو ته لوړوو.»

د پاسپورت عمومي رياست مرستيال، د دغه ریاست د کلنیو لاسته راوړنو د راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، چې په راتلوونکې يوه مياشت کې به د پاسپورتونو د وېش د عادي کولو لپاره په کابل ښار کې يو شمېر نور مرکزونه هم پرانيزي.

شېرشاه قريشي زياتوي، چې په لېتوانيا هېواد کې يې درې مېلیونه پاسپورټونه په اوسني شکل چاپ کړي او د دوه مېليونه نورو فرمايش يې هم ورکړی دی.

هغه زياتوي، چې په تېرو ۱۱میاشتو کې له ۷۰۰ سوو زرو زيات پاسپورتونه وېشلي او شاخوا ۷۰۰ زره هغه کسان، چې په انلاين توګه يې نومليکنه کړې، د پاسپورټ د اخيستلو په تمه دي.
 
ښاغلي قريشي زیاته کړه:«د تلې په ۱۲مه چې د پاسپورټ ریاست خپل فعالیت پيل کړ د ۱۴۰۱ کال د زمري تر ۳۰مه ۷۱۴ زره او ۳۳۷ جلده پاسپورټونه په ټول افغانستان کې متقاضیانو ته وېشل شوي دي.»

دغه رياست وايي، چې د فساد مخه يې نېولې او په تېرو څو مياشتو کې يې له ۳۵۰ زيات کمېشنکاران او د دې رياست کارکوونکي، چې په فساد کې ښکېل وو، نيولي دي.

د پاسپورت عمومي رياست وياند نورالله پتمن وویل:«په داسې سیسټم کار روان دی چې په ولایتونو کې د پاسپورټ سیسټم اسانه کړي چې خلک هلته د انلاین سیسټم له لارې نوملیکنه وکړي او د هغه په مطابق په ټاکل شوې ورځ اړوندو امریتونو ته ولاړ شي او طی مراحل کړي.»

دغه رياست وايي، اوس مهال په برسونو تلونکو محصلينو، ناروغانو، ورزشکارانو او تجارانو ته د ځانګړې کمېټې له تاييد وروسته پاسپورت ورکول کېږي؛ خو له دې پرته نور کسان بايد په انلاين ډول له نومليکنې وروسته خپل نوبت ته انتظار وباسي.

د پاسپورټ رياست چاروکي وايي، چې د فساد مخه يې نېولې او په تېرو څو مياشتو کې يې له ۳۵۰ زيات کمېشنکاران او د دې رياست کارکوونکي، چې په فساد کې ښکېل وو، نيولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه