Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ډنډپټان کې د نښتو د مخنیوي په موخه د یوه ګډ پلاوي ټاکل کېدل

اسـلامـي امـارت وایي، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د رامنځ‌ته شوې پېښې په اړه یو ګډ پلاوی کار کوي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

دغه پلاوی به د اسلامي امارت او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ د شخړو د مخنیوي لارې چارې ولټوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «غواړو له خپلې کرښې او خاورې ساتنه وکړو او تر څنګ یې د افغانستان او پاکستان یوه کاري کمېټه کار کوي چې خپلو جلسو ته ادامه ورکړي او په راتلونکې کې به دا ډول پېښو مخه ونیول شي.»

په همدې حال د پکتیا د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکو د پاکستان له لوري د وروستي برید په غبرګون کې لاریون وکړ او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکړل.

د ډنډپټان اوسېدونکی وايي: «څوک چې زموږ په یوه لوېشته خاوره برید، غصب او لاندې کوي، ټول قومونه اماده یوو او په یوه لوېشت خاوره به خپل سرونه قربانوو.»

د ډنډپټان یو بل اوسېدونکی وايي: «دا دوه درې ورځې وشوې چې نښتې کېږي، دا د زغملو وړ نه‌دي.»

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وروستۍ نښتې له امله یو شمېر کورنۍ له خپله مېنو بې‌ځایه او نورو سیمو ته ګډه شوې دي.

د ډنډپټان اوسېدونکی وايي: «اکثره خلکو کډې کړي، ماشومان او زنانه یې ویستلي، یوازې جره یو نیم کس پاتې دی.»

د ډنډپټان یو بل اوسېدونکی وايي: «یو توپ زموږ پر کور ولګېده، مالونه مو زیانمن شوي او دېووال مو ویجاړ شوی دی.»

د یادونې وړ ده چې په دغه نښته کې د ملکي او نظامي وګړو په ګډون د دواړو لور څه باندې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه