Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یوه غړي له لوري د چټک موټر جوړول

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د خلاقيت مرکز یوه غړي يو چټک او عصري موټر جوړ کړی دی.
رضا احمدي وايي، د دغه موټر جوړولو پنځه کاله وخت نيولی او د دوو کسانو د ځاییدو وړتیا لري.
د دې موټر جوړوونکی زیاتوي، په‌دې کار سره پر دې باور دی چې په نړۍوالو نندارتونونو کې د سیالۍ وړ دی او په وینا یې دغه رودریګال موټر هم د دې جوګه دی چې د موټر ځغلونې په سیالیو کې وکارول شي.
د انتاپ شرکت د عامل مدیر رضا احمدي وايي: «دا روډریګال موټر دی یانې کولای شي په عمومي سرکونو تګ-راتګ وکړای شي او په سیالیو کې پرې ګډون وکړای شي. دا موټر هم په سیالیو کې د ګډون لپاره کارول کېږي او هم په عمومي سرکت د تګ-راتګ توانايي لري چې دوه کسان په‌کې ځایېږي.»
د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د ادارې سرپرست له قطري چارواکو غواړي چې، د دوحې په نړۍوالو نندارتونونو کې نندارې ته د دغه موټر د اېښودو لپاره زمینه برابره کړي.
د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت زیاتوي: «دا موټر چمتو دی چې د قطر په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي او هلته پرې د موټر ځغلونې سیالۍ وشي، ان‌شاء الله هلته به ګډون وکړي او زمینه به ورته برابره شي.»
د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره وايي، د خلاقو ځوانانو د ظرفیتونو د غوړېدو لپاره باید زمینه برابره شي.
د څېړنې او کیفیت تضمین رییس پوهنیار  دلاور درمل  وايي: «موږ چې څېړنه وکړه، ځوانانو بېلابېل ډول موټر جوړ کړي، له کوچني موټر نیولې تر بلډوزر، ټانک او نورو پورې موټر یې جوړ کړي دي.»
تر اوسه د دغه موټر د جوړولو ۹۰ سلنه کارونه پایته رسېدلي او ټاکل شوې پاتې نور کار یې د یاد نندارتون تر جوړېدو پورې پایته ورسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه