نن (ډسمبر ۴مه) د وحشي ژویو د ژغورنې نړۍواله ورځ ده.
دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د نړۍوالو ترمنځ د وحشي ژویو د ژوندي پاتې کېدو او د هغوی د نسل د لمنځه تګ په اړه اندېښنې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.
د طبیعت ساتنې نړۍواله ټولنه په یوه راپور کې وايي، څه باندې ۴۱ زره حیواني او نباتي نسلونه د ځمکې لمخې په ورکېدو دي.
دغه راپور چې د نړۍوال ګواښ سره د مخ شویو نسلونو نوملړ تر سرلیک لاندې دی، زیاتوي : «تر ۴۱ زرو زیات نباتي او حیواني نسلونه د انقراض یا ورکېدو له ګواښ سره مخ دي، چې دا د ټولو ارزول شویو نسلونو ۲۸سلنه جوړوي.»
د طبیعت ساتنې د نړۍوالې ټولنې د شمېرو لمخې، ۲۷ سلنې تي لرونکي ژوي، ۱۳ سلنې مرغان، ۴۱ سلنې وزر لرونکي ژوي، ۳۷ سلنې شارک (نهنګان)، ۲۱ سلنې خزندې، او ۲۸ سلنې نور سمندري ژوي د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د وحشي ژویو د ساتنې نړۍوال صندوق بیا د هغو ژویو د نفوس په اړه چې ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه نړۍوال صندوق د شمېرو لمخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې په اټکلیزه توګه نږدې ۳ زره ۹ سوه پړانګان، نږدې ۱۸ سوه ۹۰ یږې (لوی پانډا)، څه کم ۸ سوه بیزو ګانې (تپانولي) او څه باندې زر د غرونو ګوریلا (یو ډول بیزو) پاتې دي.
دغه شمېرې زیاتوي، چې له ۱۹۷۰ زیږیز کال راهیسې د وحشي ژویو نفوس ۶۹ سلنې راکم شوی دی.
د وحشي ژویو د ژغورنې نړۍواله ورځ په ۲۰۱۲ زیزیز کال کې د امریکا د وخت بهرنیو چارو وزیرې، هېلري کلېنټن د وحشي ژویو د ژغورنې په موخه د عامه پوهاوي لپاره ونوموله.