Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د درېدو غوښتنه وکړه

اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه غوښتي، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو په جبري توګه ایستل ژر تر ژره ودروي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه، چې د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې وه،  په‌کې د دواړو خواوو ترمنځ د ګډې او همغږې کړنلاې پر بنسټ د کډوالو پر راستنېدو ټینګار وشو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل:«له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه زموږ غوښتنه دا ده، چې هغوی باید پر دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. یو اړخیزه پرېکړه نه د هغوی په ګټه ده او نه هم زموږ.»

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت پر تګلارې په نیوکې سره ټينګار کوي چې هغوی باید په جبري توګه له پاکستانه ونه اېستل شي.

علي امین ګنډاپور په یوه خبري ناسته کې زیاتوي چې د کډوالو په مسأله کې د پاکستان حکومت ناسمې تګلارې د اسلام‌اباد او کابل اړیکې ترینګلې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي:«همدا ناسمې تګلارې دي چې کرکه خپروي او موږ یې دې حالت ته رسولی یو. زه په هېڅ وجه له دې تګلارې سره موافق نه یم. تر هغې چې د کډوالو لپاره هلته مناسب شرایط برابر نه شي او تر څو چې هغوی پخپله ونه غواړي، باید په جبري توګه و نه اېستل نه شي.»

 ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې پاکستان د سرپرست حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي او پر ټاکل شوي وخت یې د ناقانونه کډوالو او اې سي سي کارټ لرونکو پر اېستلو ټينګار کړی دی.

 د اېکسپرېس ټریبیون د راپور کې راغلي:«رسمي سرچینو د یکشنبې په ورځ اېکسپریس ټریبیون ته وویل چې د پاکستان پریکړه وروستۍ ده او هیڅ ډول نرمښت به پکې را نه شي. سرچینو زیاته کړه، په څلورو ایالتونو کې اړوندو چارواکو ته لارښوونه شوې چې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره مناسبې تابیاوې ونیسي.»

پاکستان کې افغان کډوال عبدالله شادمان وویل:«هغوی دلته له څلوېښتو تر پنځوسو کلونو پورې ژوند کړی دی. د دوی نسلونه دلته زېږېدلي او لوی شوي دي. د دوی اولادونه دلته په زده‌کړو بوخت دي. نو ځکه، دا ډېره سخته ده چې هر څه پرېږدي او ولاړ شي.»

 له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي هڅې په داسې حال کې کېږي چې دغه هېواد د مارچ ۳۱مه د ناقانونه وګړو او د افغان تابعیت کارت لرونکو ته په خپله خوښه له پاکستانه د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه