Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امازون ځنګلونو کې د اورلګېدو پېښو زیاتوالی

د رویټرز خبري اژانس راپور له مخې په امازون ځنګلونو کې د روان زیږدیز کال جولای میاشت کې د تېر کال همدې پرتله اورلګېدنه ۲۸ سلنه زیاته شوې ده.

د برازیل فضايي څېړنې سازمان راپور ورکړی چې تېره میاشت کې ۶ زره او ۸۰۳ ځله اور لګېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال همدې موده کې ۵زره او ۳۱۸ ځله په امازون ځنګلونو کې اورلګېدلی دی.

دا شمېرې د پوهانو لپاره د اندېښنې وړ نه دی، ځکه په ۲۰۱۹ کال د امازون لپاره ورانونکی کال وو چې نړۍ کې هم د اعتراضونو لامل شو.

اورلګېدنې د نړۍ لوی استوايي ځنګلونو له منځه وړو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د برازیل امازون ځنګله د علمي څېړنې بنسټ مدیر، اني النکار په دې اړه وايي:«دا یو وحشتناکه نښه ده. ښایې د اګست میاشت به سخته وي او ښایې سپټامبر کې به حالات به دي.»

برازیل کې د چاپېریال ساتنې مدافعان د دغه هېواد ولسمشر، ژائیر بولسونارو د غیرقانوني لرګیو پرې کوونکو، معدنچیانو او د ځمکې معامله کوونکو سره په معاملې تورنوي.

د راپورونو له مخې دغه اورلګېدنې، د کرنې، مالدارۍ او کانونو ویستو زمینې برابرولو لپاره زمینه برابروي.

د سپوږمکۍ انځورونو له مخې برازیل کې د امازون ځنګلونو کې د اورلګېدنې پېښې ۲۸ سلنه زیاتې شوې دي

شریک یي کړئ