Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا دغه هېواد کې د ټېک ټاک ټولنیزه شبکه بندوي

امریکا په دغه هېواد کې د ټېک ټاک ټولنیزه شبکه ممنوع کوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې په دې اړه به ډېر ژر یو اجرايي فرمان صادر کړي.

امریکا د ټېک ټاک شبکه د چین یو جاسوسي اوزار ګڼي چې د هغه موخه، د امریکا د وګړو په اړه د معلوماتو راغونډول او د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې نفوذ ګڼي.

وروسته له هغې چې د امریکا امنیتي او استخباراتي بنسټونو د ټېک ټاک د ټولنیزې شبکې د کړنو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې؛ اوس ولسمشر ټرمپ وايي چې، دغه شبکه به په امریکا کې وتړي.

هغه تیره ورځ ویلي وو چې، د ټېک ټاک ټولنیزې شبکې په اړه به پرېکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې اړه وویل:«ښايي ځینې کارونه وکړو؛ ځکه څو ټاکنې لرو. وبه ګورو چې څه کېږي؛ خو د ټېک ټاک په اړه څو ټاکنې تر سترګو لاندې دي.»

د امریکا امنیتي بنسټونه اندېښمن دي چې، د ټېک ټاک ټولنیزې شبکې ډېرو کارونکو ته په کتو د چین حکومت د جاسوسۍ یوه وسیله ده او د امریکایانو شخصي اطلاعات ټولوي؛ خو چین بیا دغه تورونه بې بنسټه بولي.
 
ټېک ټاک ټولنیزه شبکه لا تر اوسه څه باندې ۱ اعشاریه ۵ مېلیارده وارې ډانلوډ شوې او په نړۍ کې اوومه ټولنیزه شبکه بلل کېږي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین څرګندوي:«په امریکا کې د مشخصو چینايي شرکتونو ممنوع کېدو لپاره د امریکا د هڅو لامل، ملي امنیت، ولسواکي، آزادي او عدالت نه دی؛ اصلي لامل دا دی چې، دغه شرکتونه چینايي دي او په دې برخه کې نوموتي دي.»

د چین او امریکا اړیکې ترینګلې دي او د ډونلډ ټرمپ له ولسمشر کېدو وروسته او په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې بیخي ترینګلې شوې دي.

په سینګیانګ ایالت کې د مسلمانو پر وړاندې د چین چلند، سوداګریز او جاسوسي مسایلو هم د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړې دي.  

شریک یي کړئ