Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د مهمو څېرو د ټویټر حسابونه هک شول

امریکا متحده ایالاتو کې د سیاسي او مشهورو څېرو د ټویټر حسابونه هک شوي دي چې په ډله کې یې د اپل، اوبر، امازون، شرکتونو مدیر عاملانو او د دغه هېواد پخواني ولسمشر، بارک اوباما او ټاکنو ته د نوماند، جو بایډن حسابونه هم شامل دي.

د تسلا موټر جوړونې شرکت مدیر عامل، الون مساک د دغه بهیر لومړنۍ کارن دی چې تېره ورځ یې حساب هک شو او بیا دا لړۍ تر امازون مدیر عامل، بیل ګیټس، د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکي، مایک بلومبرګ، د نیویارک پخواني ښاروال، وارن بافټ او جوبایډن ورسید.

هکرانو د یادو کسانو په نامه ټویټونو کې مخاطبانو ته ویلي چې ځانګړو حسابونو ته پیسې ولېږدوي.

له دې پېښې وروسته د ټویټر شرکت سهام بازار کې څلور سلنه راښکته شول.

ورپسې ټویټر اعلان وکړ چې له دې پېښې خبر دی او اوسمهال د هکرانو پېژندګلوي په حال کې دي

د ټویټر مدیر، جک دورسي په دې اړه وویل:«دا زموږ لپاره ټویټر کې بده ورځ وه. موږ ټول وحشتناک احساس لرو چې دا پېښه شوې.»

کارپوهانو د تویتر سایبري امنیت په تړاو د پوښتنو له راپوته کېدو ویلي دي.

تویټر وروسته له دې د هکرانو ټویټونه پاک کړل او فعال یاد حسابونه یې د یوې مودې لپاره وځنډول.

هک شویو حسابونو د څو ساعتونو لپاره د فعالیت امکانات نه درلودل.

ټویټر اعلان کړی دی چې له دې پېښې خبر دی او اوسمهال د هکرانو پېژندګلوي په حال کې دي

شریک یي کړئ