Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اپل له مالي پلوه د نړۍ لومړۍ او یو ټریلیوني شرکت شو

د آیفون ټلفونونو تولیدکوونکي شرکت پانګه له یوه ټریلیون ډالرو پورته شو او په نړۍ کې لومړۍ تکنالوژيکي شرکت دی چې پانګه یې دومره لوړه شوې ده.

نن سې شنبې د دې شرکت اسهامو بیه کچې۲۰۷ ډالرو ته لوړ شو، په داسې حال کې چې د روان کال په پیل کې د دې شرکت هره ونډه ۱۷۲ ډالره وه.

په ټولیزه توګه تېر یوه کال کې د اپل شرکت پانګه ۴۰ سلنه زیاته شوې او ګټه یې هم ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیې.

د اپل شرکت ډېر عواید په تېرو درېیو میاشتو کې وو چې همدې موده کې یې ۹۳۵ میلیارډه دالره پانګه ۱ ټریلیون ته رسولې ده.

د اپل شرکت اجرايي رئيس، تیم کوک د دې شرکت ۱۲زره کارکوونکو ته وویل:«دا تاسو او هغه ټیم پورې تړاو لري چې اپل یې غوره کړی دی او زموږ بریا هم د سختو هڅو پایله ده.»

د اپل شرکت په ۱۹۷۶ زیږدیز کال کې د کلفرنیا سویلي سواحلو کې رامنځته شو. دا شرکت په ۱۹۹۷ کال کې له ماتې سره مخ شو او مشر یې، استیو جابز بیا شرکت ته راغی او د ایفون غوږیو او آیپډ سره یې دا شرکت په داسې حال کې غوره کړ چې چا یې باور نشو کولی.

د اپل شرکت آیفونونه په نړۍ کې ډېر مینه وال لري

په ټولیزه توګه تېر یوه کال کې د اپل شرکت پانګه ۴۰ سلنه زیاته شوې او ګټه یې هم ۱۷ سلنه زیاتوالی ښیې

شریک یي کړئ