Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «الوتونکي موټر» لومړنی الوت له یوې سپرلۍ سره ترسره شو

له څو لسیزو هڅو وروسته، لکه پر لویو لارو د سفر په څېر، اسمانونو ته د الوت هیله اوس شونی دی چې لږ غیر واقعي وګڼل شي.

د اسکای درایو جاپاني شرکت په نړۍ کې د الوتونکو موټرو یوه پروژه ده، اوس د لومړي ځل لپاره خپل لومړنی الوت یې له یوې سپرلۍ سره ترسره کړ. که څه هم دغه ازموینه په منځنۍ کچه کې وه، خو په دې برخه کې د بریا په وړاندې یو ګام ګڼل کېږي.

په هغو انځورونو کې چې خپاره شوي دي، یو الوتونکی موټر ښيي چې په یوې چاپېر شوې سیمه کې له ځمکې یو یا دوه مټره لوړ الوت کوي.

د دغې پروژې یوه چارواکي په دې اړه وویل چې د الوتونکو موټرو د سلو پرژو له ډلې، د هغوی یوازې کم شمېر توانېدلي له سپرلۍ سره ازمایښتي الوت ترسره کړي.

د دغې پروژې د مسوولانو په وینا، هغه موټر چې دوی جوړ کړی، کولای شي د پنځو دقیقو لپاره الوت وکړي، خو کولای شي دا وخت تر ۳۰ دقیقو پورې زیات کړي.

د اسکای درایو شرکت غواړي چې تر ۲۰۲۳زیږدیز کال پورې له دوه څوکیو سره د دغه الوتونکي موټر سوداګریز ډول بازار ته واستوي.

خو د کارپوهانو په وینا، د بېټرۍ اندازه، هوايي ټرافیک، او نور زیربنايي موردونه د دا ډول پروژو په وړاندې جدي ننګونې دي. 
 
شریک یي کړئ