Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فسبوک رئيس: فسبوک له روسیې سره په وسله‎واله جګړه کې دی

د فسبوک مدیرعامل، مارک زاکربرګ تېره ورځ(سې‎شنبې د وري۲۱مه) د امریکا متحده ایالاتونو سنا جرګې ناسته کې وویل چې شرکت یې تل د روسیې یو شمېر عواملو سره په نښته کې دی، چې غواړي له دې ټولنیزې رسنۍ ناوړه ګټه پورته کړي.

زاکر برګ په دې ناسته کې وویل چې د روسیې دا نښته وسله‎واله بولي.

ده څرګنده کړې ده:«دا یوه وسله‎واله نښته ده. دوی به په خپل کار کې ښه هم ووسي.»

زاکربرګ د «کمبریج آنالیتیکا» لخوا د فسبوک کاروونکو راټولو شویو مالوماتو رسوايي په اړه سناتورانو ته ځواب ووایه.

ده همداراز څرګنده کړه چې د ځانګړی څېړونکی، رابرټ مولر چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې په اړه څېړنې کوي، له یو شمېر خلکو سره مرکې کړې دي.

زاکربرګ وویل چې ښاغلي مولر له هغې سره مرکه نه ده کړې او زیاته یې کړه:«له ځانګړي څېړونکي سره مو همکاري پټه ده او زه به په یوه علني ناسته کې د یوې محرمې ناستې جزئیات فاش نکړم.»

ښاغلي مولر د تېر کال فبروروي میاشت کې ۱۳ روسي کسان او درې شرکتونه ټاکنو کې پر لاسوهنې تورن کړل، له ‌ډلې یې یو هم «انټرنټي څېړنو سازمان» وه او د امریکا څارنوالۍ د ادعا له مخې دا شرکت «د امریکا په سیاسي نظام کې تفرقې رامنځته کولو موخه» مخکې ته وړي.

زاکربرګ وویل چې فسوک اوس‎مهال هڅه کوي چې د جعلي پاڼو پېژندنې په موخه هڅې وکړي.

زاکربرګ وايي چې له فسبوک څخه د جعلي خبرونو لیري کولو او د نړۍ په ټاکنو کې د مداخلو مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتوي

شریک یي کړئ