Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو روڼتیا لپاره د افغان ځوانانو جوړ شوی سافت وییر

د افغان ځوانانو یوې ډلې ټاکنو څار «اي واچ» په نامه یو سافټ وییر جوړ کړی، دوی وايي دغه جوړ شوي سافټ وییر په یوې نړیوالې سیالۍ کې تر نېمه پړاو لاره پیدا کړې ده.

د سافټ ویر جوړوونکي ځوانان وايي که څه هم د دوی له لوري جوړ شوي سافت وییر نه د ټاکنو رڼښت په برخه کې کار نه دی اخیستل شوي، خو د تخینکي ارزونې وروسته یوې لويې ستونزې ته د ځواب ور کولو په موخه اوس د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې له اتیا نورو سافت وییرونو سره په امریکا کې په جي آي اس ټي نړیوالو سیالیو ته وړاندې شو.

د ځوانانو دغه ډله وايي د ټاکنو د شفافیت لپاره د اي واچ دغه سافت وییر يې په دې موخه نړیوالو سیالیو کي وړاندي کړ چې د افغانستان نوم د فساد له لېست څخه وباسي او افغانستان د شفافیت راوستو په برخه کي د مبارزي هېواد په توګه و پېژندل شي.

د افغانستان مینډ بنسټ رییس، علی رضا حسیني وايي:« اساسي موخه چې میند افغانستان په دې پروګرام کې ګډون وکړ، دا وه چې د افغانستان نوم روښانه شي، ځکه د افغانستان نوم اوسمهال د فاسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې دي دا بدل کړو.»    

د دغو ځوانانو په وینا اي واچ سافت وییر په داسې ډول جوړ شوی چې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې ترې کار اخیستل کېداي شي.

اوس دا سافت وییر وروستي پړاو ته د رسېدو لپاره له ټولې نړۍ څخه انلاین رایې ته اړتیا لري.

د مینډ بنسټ غړی، فرشاد میرزایي څرګندوي:« دا اپلیکشن کولی شي چې د ټاکنو په بهیر کې رڼښت راولي، او هم کولی شي د ټاکنو بهیر چټک کړي.»      

د افغانستان مینډ بنسټ غړی، مجتبا حسیني وايي:« اوس هغه څه ته چې اړتیا لرو، دا چې رایه ترلاسه کړو، ځکه موږ لوړو پړاونو ته رسېدو لپاره رایې ته اړتیا لرو.»

دغه ځوانان وايي که اي واچ سافت وییر په وروستي پړاو کې په ۲۴ سافت وییرونو کې ګټونکی اعلان شي دوي کولاي شي له فساد سره د مبارزې په هکله خپل بل سافت وییر جوړ کړي.

دغه ځوانان وايي اي واچ سافت وییر د تخنیکي ارزونې پړاو چې یوې لویې ستونزې ته ځواب ورکوي تېر کړی او په نیمه وروستي پړاو کې د روڼتیا په برخه کې ددغو سیالیو یوازینی سافت وییر دی

شریک یي کړئ