د ټوېټر شرکت د اجراییه رییس «جګ ډورسي» د ټوېټر کارونکی حساب تېره شپه هک شو.
هکرانو د جګ ډورسي د ټوېټر کارونکي حساب په هک کولو سره، د څو ساعتونو لپاره توکم پالونکې او له سپکاوۍ ډګې موضوعګانې د هغه له کارونکي حساب خپرې کړې.
جګ په ټوېټر کې څه باندې څلور مېلیونه تعقیبوونکي لري.
ټوېټر شرکت وايي چې د دغې پېښې په اړه خبر دي او په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.
د دغې پېښې په تړاو، د ټوېټر سهامو ارزښت یو سلنه کم شو.