Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یکشبنې په ورځ به د اسیا ځينې برخې د لمر نیولو شاهدې وي

داسې اټکل کېږي چې د یکشنبې په ورځ به د اسیا په ځينو برخو کې لمر ونیول شي.

دا ښکارنده «د اور کړۍ» په نوم یادېږي؛ ځکه چې د عادي لمر نیولو پر خلاف، سپوږۍ د لمر ټوله سطحه نه پوښي او د لمر طلايي رنګه وړانګې به د لیدو وړ وي.

د امریکا د فضا او هوايي چلند سازمان ویلي دي، چې د لمر نیول به د یکشنبې په ورخ د کرېنویج پر درې بجو او دېرش دقیقو په افریقا کې پيل شي او وروسته به د ختیځ په لور ولاړ شي او په هغو هېوادونو کې لکه اټيوپیا، یمن، عمان، پاکستان، افغانستان، د هند او چین په ځينو برخو کې به د لیدو وړ وي.

د تایوان د «چیايي» ښار اوسېدونکي به وتوانېږي چې دغه ښکارنده په بشپړه توګه وویني.

د لمر نیول چې په هرې پېړۍ کې کابو ۶۶ځله رامنځته کېږي؛ خو د ځمکې یو ډېر کم شمېر خلک کولای شي هغه وویني.

د لمر نیولو بله پېښه به د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په جون میاشت کې رامنځته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه