Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روباتیکو جامو سره د معلول کس ګرځېدل

تیبو هغه کس دی چې څلور کاله وړاندې معلول شوی، اوس هغه له داسې روباټیکو کالو سره چې ځان سره یې نښلول کېږي او ماغزو ته یې پیغامونه لیږي، په ګرځېدو بریالی شوی دی.

پوهان د معلولو کسانو لپاره د روباټیکو کالیو جوړول چې له ماغزو سره کنټرولیږي، لاسته راوړنه بولي.

دغه کالي د یوه بهرني اسکلیټ په توګه کار کوي.

تیبو له یادو کالیو سره وتوانید چې خپل لاسونه او پېښې وښوروي او حرکت وکړي. هغه څلور کاله مخکې د پنځلسو لوړ ځایه لوېدلی او ملا یې زیان لیدلی دی چې نشي کولی حرکت وکړي.

پوهان وايي له جوړو شویو کالیو سره د معلولو کسانو د تګ په برخه کې لا ډېر کار پاتې دی چې باید ترسره شي، ځکه اوس مهال یوازې په ازمایښتون کې کارول کېږي او له هغې بهیر یې کارول ستونزمن دي.

کاروونکی کس باید له یوه پړي سره ځوړند ووسي، تر څو له لویدو یې مخنیوی وشي.

روباټیک کالي له شپيتو کیلو ډېر وزن لري. د کالیو کارولو لپاره باید د انسان په ماغزو کې هم دوې وړې دستګاوې ځای پرځای شي تر څو له ماغزو زیګنالونه واخلي او له ځان سره تړلې دستګاه ته یې ولیږي او بیا یې کمپیوټر لولې چې کس د حرکت لامل کیږي.

کله چې تیبو د ګرځېدو لپاره فکر کوي، نو پښې او لاسو حرکت لپاره یې دستګاه اقدام کوي.

روباتیکو جامو سره د معلول کس ګرځېدل

د روباټیکو کالیو کاروونکی کس باید له یوه پړي سره ځوړند ووسي، تر څو له لویدو یې مخنیوی وشي.

شریک یي کړئ