نړۍ کې لویې ټولنیزې رسنۍ، فسبوک اعلان کړی، هغه خبرتیاوې چې د کرونا ویروس په تړاو ناسم او یا ویروونکې مالومات خپروې، پاکوي.
فسبوک هغه خبرپاڼه کې چې بیزنس اینسایډز په واک کې ورکړې ویلي دي:«موږ په دې وروستیو کې داسې سیاست غوره کړی چې د کرونا ویروس په تړاو غلط مالومات له ساټه پاک کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه میاشت مخکې یې هم اعلان کړی وو، دا چې د کرونا ویروس په تړاو به غلط مالومات پاک کړي.
د کرونا ویروس کله چې د ۲۰۱۹ کال په سپټمر میاشت کې د چین په ووهان کې خپور شو، د نړۍ په خلکو کې یې د دغه ویروس د اخته کېدو وېره رامنځته کړه.
دغه ویروس اوسمهال له ۳۰ ډېرو هېوادونو ته خپور شوی دی.