Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند په لنډه موده کې د کورونا ویروس د واکسین د جوړولو په هڅه کې دی

په هند کې د بیاځلې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي او د دغه ویروس د نوې څپې د زیاتوالي له اندېښنو سره هم مهاله، په هند کې یو تر ټولو ستر کلینیکي څېړنیز مرکز د شنبې په ورځ په لنډه موده کې د کورونا ویروس د واکسین د جوړولو لپاره خپله پرېکړه اعلان کړه.

دغه خبر له هغې وروسته خپور شو چې په یوې خبرپاڼه کې د هند د طبي څېړنو شورا رییس جنرال بلرام بهارګوا ویلي و چې هغوی د روان کال د اګسټ تر ۱۵مې داسې واکسین جوړوي چې د هغه ازمایښتي پړاو کابو ۴۰ ورځې مخکې له هغه د جولای په اومه به پیل شي.

دا واکسین چې په ګډه د بهارت بایوتک شرکت او د هند د طبي څېړنو شورا له خوا جوړېږي، یو له څو واکسینونو څخه به وي چې په ټوله نړۍ کې بېلابېلو بنسټونو د هغه د جوړېدو په هڅه کې دي چې د کورونا ویروس له خپرېدو سره مبارزه وشي.

د واکسینونو ازمايښتي پړاو معمولاً کلونه وخت نیسي خو څېړونکو اجازه ورکړې ده چې ځينې واکسینونه چې ګومان کېږي ښه وړتیا لري، په کمه موده کې پر انسانانو تطبیق کېږي. 

د هند د طبي څېړنو  شورا ویاند لوکیش شرما وايي:«هر څه به د کلینیکي ازموښت پایلو پورې اړوند وي.»

د شورا په اعلامیه کې راغلي دي هغه لیک چې د دغې شورا له ادرسه خپره شوې د دې په موخه وه چې پر انسانانو د دغه واکسین د تطبیق لپاره د هر ډول ځنډ مخه ونیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې هند په یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس تر ټولو د ډېرو اخته کسانو شمېر ثبت کړی دی.

د شمېرو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې هند کې د کورونا ویروس د ۲۴ زره او ۸۵۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

اوس په هند کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر څه باندې ۶۷۰زرو ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۱۹ زره مړه شوي دي.
 
د هند د طبي څېړنو شورا رییس جنرال بلرام بهارګوا ویلي و چې هغوی د روان کال د اګسټ تر ۱۵مې داسې واکسین جوړوي چې د هغه ازمایښتي پړاو کابو ۴۰ ورځې مخکې له هغه د جولای په اومه به پیل شي.

شریک یي کړئ