Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټیک ټاک اخیستو ته د ټویټر لېوالتیا

سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ټویټر د امریکا ټیک ټاک برخې اخیستو ته لېوالتیا لري.

د سرچینو په حواله تویټر له"بایټ دنس"شرکت سره چې د ټیک ټاک اپلیکیشن څښتن دی، خپله لېوالتیا شریکه کړې ده.

مخکې له دې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ امریکايي شرکتونو ته ۴۵ ورځې وخت ورکړ چې له ټیک ټاک سره د  امنیتي مسایلو لپاره خپلې هر ډول همکارۍ ودروي.

د راپورونو له مخې ټیک ټاک او ټویټر د خبرو لومړي پړاو کې  دي. دا په داسې حال کې ده چې مایکروسافټ د ټیک ټاک یو اصلي ګډونوال بلل کیږي.

راپور کې راغلي دي چې ټویټر او سمهال باراز کې ۳۰ میلیارډه ډالره پانګه لري او اړتیا لري چې د دغه ډول معاملې لپاره خپله پانګه زیاته کړي.

د امریکا میشیګان پوهنتون استاد، اریک ګوردون په دې اړه وايي:«تویټر به سخت وخت ولري چې د د امریکا تیک ټاک برخې لپاره بودجه ټوله کړي.»

ټیک ټاک یوه ټولنیزه رسنۍ ده چې له ۳ تر ۱۵ سانتي مترو ویډیوګانې په کې نندارې ته وړندې کیږي.

ټیک ټاک په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې خپل فعالیت پیل کړ. د راپورونو له مخې تر اوسه ۱، ۶ میلیون واري ډونلوډ شوی دی چې ۱۲۳ واره یې امریکا کې دی.

ټیک ټاک اخیستو ته د ټویټر لېوالتیا

د راپورنو له مخې تویټر او ټیک ټک د خبرو په لومړي پړاو کې دي

شریک یي کړئ