پوهانو د لومړي ځل لپاره په فضا کې د یوه تور سوري انځورونه خپاره کړل.
دا انځور د لومړي ځل لپاره د نړۍ په شپږو سیمو کې په هم مهاله توګه ښکاره کړی شو.
ستور پېژندونکو د دې تور سوري په تړاو ویلي چې په یوه لیري کهکشان کې دی او اوږدوالی یې څلورسوه میلیارده کیلومتره اټکل کړی.
د دوی په وینا کهکشان کې د بلک هول یا تور سوري اخیستل شوی انځور ښیې چې سوری ډېر ګرم ګاز ورکشکاږي، نو ځکه په کې سپينه هاله ښکاري.

اروپايي ټولنه وايي په فضا کې د تور سوري د انځور اخیستو لپاره یې کابو ۴۴ میلیونه یورو لګولي دي.
نامتو الماني فزیکپوه په فضا کې د تور سوري د شتون وړاندوینه کړې وه.