Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چین له پلاستیکي توکو کارول په بشپړه توګه بندوي

د چین دولت د چاپېریال ککړتیا مخنیوي لپاره پر هغو کمپنیو محدویت لګوي چې یو ځل کارېدونکي پلاستیکي توکي جوړوي.

چین په داسې حال کې دغه ګام پورته کوي چې ملګري ملتونه د چاپېریال دککړتیا یو لوی لامل له پلاستیکي توکو کارونه بولي.

چین همداراز د ژرپخېدونکو خوړو لپاره د پلاستیکي توکو کارول هم بند کړي دي.

د چین د چاپېریال ساتنې وزارت د اصلاحاتو کمېسیون په خپله نوې پالیسې کې ویلي دي چې د دغه هېواد په لویو ښارونو کې به پلاستیکي کڅوړې ۲۰۲۰ او وروسته به تر ۲۰۲۲ کاله پورې ټولو ښارونو کې منع شي.

د چین د حکومت د پالیسۍ له مخې په رستورانتونو کې به هم د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر پایه له پلاستیکي توکو کار اخیستل ۳۰ سلنې ته راکمه کیږي.

د چین دولت د پرېکړې له مخې د یو شمېر شرکتونو فعالیتونه چې پلاستیکي توکي تولیدوي هم محدود شي، خو تر اوسه پورې یې دغه شرکتونه نه دي ځانګړي کړي.

چین همداراز دغه هېواد ته د پلاستیکي توکو واردول هم منع کړي دي.

د یادولو ده چې چین مخکې له دې د پلاستیکي توکو بیا ځلې کارونه دود کړې وه، څو له پلاستیکي توکو کثافاتو سره مبرازه وشي.

چین کې به د تازه میوو پلورنکي تر ۲۰۲۵ کاله پورې اجازه ولري چې له پلاستیکي کڅوړو کار واخلي او وروسته به پر دوی هم بندیز ولګول شي

شریک یي کړئ