په کابل کې د افغانستان د رباټیک کور د زده کوونکو له لوري د (نوښت په یوه نظر کې) ترنامه لاندې نندارتون جوړ شو.
په دې نندارتون کې داسې روباټیک دستګاوې هم لیدل کیږي چې د پیښې پر مهال د ټپیانو د پيژندلو او په هوايي ډګرونو کې د توکو د ځای پر ځای کولو توان لري.
د مسوولانو په وینا ډیر ژر به د روباټیک برخې ۳۳ زده کوونکي په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره مالیزیا ته ولاړ شي.
ځيرک یا سمارټ مرستندوی د جوړو شویو روباټونو له ډلې یو دی چې د سړک پر غاړه د ټپي کس د پيژندلو لپاره جوړه شوې ده.
دغه ځیرکه وسیله د یوه مرسته رسوونکو موټر په رول کې اړمنو کسانو ته مرسته راټولوي.
د افغانستان د روباټیک کور مدیر، مجتبی رضایي وايي: :«دا نندارتون هر کال په اتمه میاشت یعنې لړم میاشت کې ترسره کېږي، د سږ کال په نندراتو کې مو ښې لاسته راوړنې درلودې.»
په جوړو شویو توکو کې داسې روباټونه هم شته چې ورسره فوټبال ته ورته لوبه ترسره کیدلی شي، د خاورو د لیږد روباټ او د افغانستان د روباټیک کور د کار نورې بیلګې په اتو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د افرینش خصوصي موسسې مرستیاله، آمنه رحیمي وايي: «هرکال زموږ زده کوونکي په روباټیکو سیالیو کې ګډون کوي، دوی تر اوسه کې لاسته راوړنې درلودې او ښه مقامونه یې خپل کړي دي.»
همداراز زده کوونکي په هغو ښوونیزو لوبو سره چې د ذهن وړتیا یې آزمويي نړیوالو سالیو ته چمتوالی نیسي.
دغه زده کوونکي له اتو دقیقو په کم وخت کې د ریاضي شاوخوا دوه سوه پوښتنو ته په ذهني توګه د حساب د ماشین او نورو وسایلو له کارولو پرته ځواب ورکولای شي.
د روباټیک کور زده کوونکی، زاهد الله عطایي څرګندوي: «دې ذهنې لوبو ښې اغېزې درلودې. له دې لوبو سره موږ کولی شو د ریاضي پوښتنې له حساب ماشین نه هم ژر حل کړو او یوه ذهني محاسبه ده چې د ذهن وړتیا لوړوي.»
بله غړې، فرزانه حیدري زیاتوي:«دا کتابونه له موږ سره مرسته کوي چې له نورو بنسټونو څخه په لږ وخت کې د انګلیسي ژبه زده کړو، دا ژبه په دې بنسټ کې ژر زده کوو.»
د افغانستان روباټيک کور له یو زرو درې سوو شپږ اتیایم کال راهیسې لومړی د هرات په ښوونیو او وروسته د کابل په یو شمیر ښوونځيو کې د روباټ جوړولو په برخه کې خپل فعالیت پېل کړ .
دغه بنسټ زده کوونکو ته د ښوونځي د درسونو تر څنګ د روباټ جوړوولو مفکورې او طرحې هم ورزده کوي.