د کندهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زدهکړیالانو د پوستکالو یو ورځني نندارتون جوړ او په هغه کې یې خپل ۱۷ ډوله پوستکالي (اپلېکېشنونه) نندارې ته وړاندي کړل.
دغه پوستکالي د کمپيوټر ساینس پوهنځي د ۷۷ زدهکړیالانو له لوري په ګروپي ډول جوړ شوی چې د سوداګرۍ، زدهکړو، حکومتوالی، روغتیا او معلوماتي برخو کې کار کوي.
عصمت الله او ۷ کیسزې ډلې يې یو داسې پوستکالی جوړ کړی چې په خپل سر(اتوماتیک) ډول د څلور ځوابه سوالونو صحي ځواب په اسانۍ سره موندلی شي.
نوموړی وايي چې دا پوستکالی يې د پوهنتونونو او د زدهکړو په مرکزونو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه جوړ کړی دی.
د کندهار پوهنتون زده کړیال عصمتالله وویل:«دا سیسټم د څلور ځوابه سوالونو ځواب په اتوماټیک ډول صحیح ځواب راباسي او دا سیمسټم د دې لپاره دی چي سکنر ته هېڅ اړتیا نهلري.»
د کندهار پوهنتون بل زدهکړیال عمران هم وايي:«د ا سیسټة د پوهنتونو او د زدهکړو د مرکزونو او د ازموینو په لړی کې ډېره اسانتیا رامنځ ته کولای شي. خو د دې نوښتونو لپاره باید خلګو ته پوهاوی ورکول شي، په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې له دې نوې ټیکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي.»
همدارنګه عبدالولي همت د انګلیسي ژبي د زده کړي انلاین پوسټکالی (اپلېکېشن) جوړ کړی. چې د انګلیسي ژبې زده کوونکي کولای شي په هر ځای کې له یاد سیسټم څخه په ګټه اخیستو سره زدهکړې وکړي. نوموړی وایي همدارنګه وايي یاد سیسټم يې د هغه نجونو د زدهکړو د اسانتیا لپاره جوړ کړی چې له کوره د وتلو اجازه نهلري.
ښاغلي همت زیاته کړه:«دا سیسټم زموږ د خویندو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده، زموږ په ټولنه کې ډېری نجونې له کوره بهر د زدهکړو لپاره نهشي وتلای. خو اوس دوی کولای شي د دغه سیسټم څخه په ګټه اخیستني سره خپلې زده کړې وکړي.»
د کندهار پوهنتون زده کړیال مجتبی څرګنده کړه:«د دغه اپلېکېشن د رواجولو لپاره باید یو پراخ عامه پوهاوی د خلګو لپاره ورکول شي چې په ژوند کې يي اسانتیاوي رامنځ ته شي.»
خو د دغه پوستکالي جوړونکي وايي د یادو اپلېکېشنونو د استفادې د دودولو لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا شته.
بل خوا د کندهار پوهنتون مسوولین وايي هڅه کوي چې د یادو اپلېکېشنونو او پروژو څخه په ادارو او ټولنه کې د ګټې اخیستنې په موخه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، تر څو خلک له دي اسانتیاوو څخه برخمن شي.
د کندهار پوهنتون رییس حضرت میر توتاخېل په دې اړه وویل:«ډېر ژر به موږ دغه مسایل له سکتوري ادارو سره شریک کړو، او د لوړو زدهکړو وزارت او پوهنې وزارت سره به يې هم شریک کړو، او ان له ولسمشرۍ ماڼۍ سره به هم د خپلو ځوانانو دغه نو آواری شریکې کړو، تر څو هغوی په خپلو ادارو کې له دغه سیسټمونو څخه ګټه واخلي او استعمال يې کړي.»