Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۸ کلن افغان زلمي د کهکشانونو په لور ګام پورته کړی

یوه اتلس کلن ځوان چې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی، له څو کلونو راهیسې د نجوم او ستورپېژندنې په برخه کې څېړنې ته مخه کړې ده.

احمد منصور رامزي چې له ماشومتوبه تراوسه په دې برخه کې د خپلې پوهې زیرمه زیاته کړې، د نجوم علم په هکله دوه کتابونه لیکلي او همدارنګه په ځینو کورنیو او بهرنیو ښوونیزو او عملي پروګرامونو کې حضور لری دی.

احمد منصور رامزي زیاتوي:«کابو نهه کلن وم چې ساینسي، په ځانګړې تګه د نجوم او ستورپېژندنې علومو سره مې ځانګړې مینه پیدا کړه او له هماغه مهاله مې هڅه وکړه چې په همدې موضوعګانو کې پلټنه وکړم.»

د لارې له هماغه پېله منصور له ستونزې سره مخ شو. هغه پوښتنې چې هغه په ذهن کې لرلې؛ په هېواد کې لږ داسې کېدل چې ځواب ورته ومومي.

همدا وه چې د خپلې کورنۍ په مرسته په دې برخه کې د زده کړو د سرچینو په لټه کې شو او څه باندې لسو هېوادونو ته چې ډېری یې اروپایي وو؛ سفر وکړ او د ستورپېژدنې په برخه کې خپل معلومات زیات کړل.

د منصور پلار محمد ابوالا احرار رامزپور وویل:«د کورنۍ او چاپېریال مو داسې ورته عیار کړ چې د هغه علمي او څېړنیزو توقعاتو ته مو مثبت ځواب ورکړی دی.»

اوس څو کاله کېږي چې منصور د نجوم د علم په برخه کې خپلې موندنې په تصویروي بستو کې ځای پر ځای کړي دي او له نورو سره یې شریکوي.

هغه په کور دننه او بهر په ځینو رونیزو او علمي پروګرامونو کې د ګډون سربېره؛ دوه کتابونه هم چاپ کړي دي چې دواړه یې په انګریزۍ ژبه دي.
 
احمد منصور رامزي وايي:«ځوانانو ته د انګېزې ورکول دي چې هم انګلیسي ژبه زده کړي او هم پر خپلو ساینسي موضوعګانو هڅه وکړي؛ ځکه چې ساینس او انګلیسي، نن له یو بل سره تړلي دي.»

په افغانستان کې د ستورپېژندنې د علم په برخه کې کومه دولتي اداره فعالیت نه لري؛ ډېری کسان د نجوم د علم په تړاو په څه نه پوهېږي. هغه کسان چې دا علم لږ پېژني؛ کهکشانونو ته رسېدل یوازې په خیالونو کې پالي.

عبدالاحمد مومند یوازینی افغان دی چې څه باندې ۳۰ کاله وړاندې د یوه پروګرام په لړ کې چې هغه مهال د شوري اتحاد له لوري پېل شوی و؛ فضا ته ولاړ او نهه ورځې وروسته بېرته ځمکې ته راستون شو.

 منجم محمد جمال مسلم په دې اړه وايي:«د امان الله خان، ظاهر شاه په دوره کې د افغانستان مخکښ منجمین لکه، ابراهیم کندهاری، شیخ علي احمد فکور چې اوس حکیم دي، ژوندي دي لکه عبدالله کندهاری.»

له دې ټولو سره سره پر ساینس او نجوم تمرکز اتلس کلن منصور له خپلو نورو په زړه پورو بوختیاوو نه دی لرې کړی.

کله چې فرصت ورته برابر شي، موسیقي غږوي، سندري وایي او کله هم د فوټبال لوبه کوي.

که څه هم لیدل کېږي چې د دغو کارونو په کولو کې هم هغه وختونه او ځایونه غوره کوي چې کهکشانونو سره یې ونښلوي.
 
په افغانستان کې د ستورپېژندنې د علم په برخه کې کومه دولتي اداره فعالیت نه لري؛ ډېری کسان د نجوم د علم په تړاو په څه نه پوهېږي.

شریک یي کړئ