د مس عنیک کرېکټ لوبډله وتوانېده چې د شپږیزې لیګ اوم پړام پای لوبه کې د کابل بازانو سیاله لوبډله شي.
د شپږیزې غوره لیګ سیالۍ، نن سې شنبې (د وږي په ۲۵مه) د مس عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پای کې د مس عینکو لوبډله وتوانېده خپله سیاله لوبډله د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي او د دغو سیالیو پای لوبې ته لار پيدا کړي.
په دغې سیالۍ کې لومړی بندامیر د توپ وهنې په برخه کې لوبه پیل کړه او وتوانېد چې ۱۷۹ منډې د سیالۍ لوبډلې لپاره هدف وټاکي.
خو د دغې لوبې په دویمه پاڼۍ کې د مس عینکو لوبډله وتوانېده چې ټاکل شوی هدف د پنځو ویکټو په توپير پوره کړي او بندامیر لوبډله ماته کړي.
د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالیو پای لوبه به سبا د کابل بازانو او مس عنیکو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.