Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فوټبال غوره لیګ سیالیو پچه اچونه؛ د پنجشنبې په ورځ لوبې پیلېږي

تېره ورځ په کابل کې د هېواد د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو پچه اچونه ترسره شوه او په دغو لوبو کې ګډون کوونکو لوبډلو خپلې سیالې لوبډلې وپېژندلې.

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موج‌های آمو، د سپین‌غر بازان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش هغه اته لوبډلې دي چې په دغه پړاو کې به سره سیالي وکړي. 

طوفان هریرود او سپين غر بازان هغه دوه لوبډلې دي چې د دغو سیالیو په لومړنۍ لوبه به ترسره کړي.

د هېواد د فوټبال فډراسیون مسوولان د دغه فډراسیون او د دغو  سیالیو د ګډون کوونکو لوبډلو د چمتوالي خبر ورکوي.
 
د فوټبال فډراسیون سرپرست محمد یوسف ګارکر وايي چې د غوره لیګ د نهم پړاو سیالیو د ترسره کېدو یوه موخه له بین الافغاني خبرو ملاتړ دی.
 
ټاکل شوې ده چې د فوټبال د غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ د تلې په درېیمه نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ ترسره شي.

دا سیالۍ هم د تېرو کلونو په څېر د طلوع او لمر ټلویزونونو له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

طوفان هریرود چې د هېواد د لوېدیځې حوزې استازیتوب کوي، تېرکال د څلورم ځل لپاره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اته کاله مخکې پيل شو. ټاکل شوې ده چې ښږنۍ سیالۍ د حکومت په مالي ملاتړ ترسره شي.

شریک یي کړئ