Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې ګډون لپاره د افغان ستورو چمتووالی

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان او محمد نبي خپل تمرینونه د سن رایزرز حیدر اباد سره پیل کړل او د هند غوره لیګ دیارلسم پړاو سیالیو کې لوبېدو ته چمتو دي.

محمد نبي تېره ورځ (شنبې د وږي په ۲۹مه) له سن رایزرز پاڼې سره مرکه کې ویلي:«زه واقعاً خوشحاله یم چې بیاځلې د سن رایزرز حیدراباد تمریني کمپ ته راستون شوی یم.»

نبي او راشد کابو یوه اوونۍ په کرنټین کې وو او وتوانېدل چې تېره ورځ له تمریناتي کمپ سره یوځای شي.

نبي زیاته کړه:«ټول وخت د خوب په بستر کې وم او هېڅ کار مې نه کاوه. ناڅاپه موږ له لوبډلې سره د یوځای کېدو لپاره راستانه شوو. ډېره خوشحاله یم چې د راتلوونکي لوبې لپاره چمتووالی نیسم.»

راشد هم وویل چې هغه شپږ ورځې په کرنټين کې و:«همدا چې ډګر ته راغلم، هلکانو تازه کړم او ذهن مې په بشپړه توګه تازه شو.»

راشد خان وویل چې د توپ وهنې په برخه کې یې هم هڅه کړې ده او په دې پړاو سیالیو کې به د توپ وهنې په برخه کې هم خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي. 

سن رایزرز به د دغه پړاو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې د رایل چلنجرز بنګلور په وړاندې ډګر ته ودانګي. دا لوبه د افغانستان په وخت ۶:۳۰ دقیقې په ژوندۍ بڼه به خپره شي.

نبي او راشد د هند د کرېکټ غوره لیګ کې خپله لومړنۍ لوبه په ۲۰۱۷ز کال کې د سن رایزرز لپاره ترسره کړه.
 
شریک یي کړئ