Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان فوټبال غوره لیګ؛ اباسین څپې د طوفان هریرود پر وړاندې

ټاکل شوې د هېواد فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو سبا (پنجشنبې د تلې په ۳مه  نېټه) د توفان هریرود او اباسين څپې لوبډلو له لوبې سره پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې پورې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو پرانیسته به د تېرو کلونو په څېر ماښام پنځه بجې وشي او بهیر یې په ژوندۍ بڼه له لمر او طلوع ټلویزیونو خپرېږي.

د لیګ د ۸ ګډون کوونکو لوبډ‌لو روزونکو نن خبري ناسته کې د دغو سیالیو په تړاو خبرې وکړې.

د توفان هریرود روزونکي، یوسف مهندس زاده وویل:«که څه هم چې وخت کم وو، خو توفان هریرود تمرینونه پیل کړل او ښه  تمرین یې وکړ او همداراز خپلې موخې لري، خپلو تکتیکي موخو ته رسېدلي یوو. زموږ لوبډله سل په سلو کې سیالیو ته چمتو ده.»

ښاغلي مهندس زاده زیاده کړه:«هیلو لرو چې موږ یوه ښه لوبه ولرو.»

همداراز د اباسین څپو روزونکي، حمیدالله مسعودي هم وايي چې لوبډله کې بدلون راغلی.

ښاغلی مسعودي زیاتوي:«سږ کال د اباسین څپو لوبډله کې ډېر بدلون راغلی دی. ۸۰ تر ۹۰ سلنه د همدې زون لوبغاړي دي. لوبډله ښه چمتوالی لري.»

د غوره لیګ د پچې اچونې مراسم د جمعې په ورځ ترسره شول او په کې لوبډلو خپل سیالان وپېژندل.

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موج‌های آمو، د سپین‌غربازان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش اته لوبډلې دې چې دغه لیګ کې به سره سیالي وکړي.

د سیالیو "الف" ډله کې شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او دمیوند اتلان سره لوبه کوي. همداراز "ب" ډله کې به طوفان هریرود، د سپین غربازان، موج های آمو او د اباسین څپې لوبه وکړي.

د طوفان هریرود لوبډله د هېواد د لویدیځ زون استازې ده او تېر کال د څلور ځل لپاره د دغو سیالیو اتله شوه. د افغانستان د غوره لیګ سیالۍ اته کاله مخکې پيل شوې.

د طوفان هریرود لوبډله د هېواد د لویدیځ زون استازې ده او تېر کال د څلور ځل لپاره د دغو سیالیو اتله شوه.

شریک یي کړئ