Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پیل شو

د هېواد فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو نن ماښام (پنجشنبې د تلې په ۳مه  نېټه) د توفان هریرود او اباسين څپې لوبډلو له لوبې سره پیل شو.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې اباسین څپې د طوفان هریرود پر وړاندې پیل کړه.

د دغو سیالیو پرانیسته به د تېرو کلونو په څېر مازدیگر پنځه بجې وشوه او بهیر یې په ژوندۍ بڼه له لمر او طلوع ټلویزیونو خپرېږي.

د لیګ د ۸ ګډون کوونکو لوبډ‌لو روزونکو تېره ورځ خبرې ناسته کې وویل چې لوبډلو یې چمتووالی نیولی دی.

د غوره لیګ د پچې اچونې مراسم د جمعې په ورځ ترسره شول او په کې لوبډلو خپل سیالان وپېژندل.

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موج‌های آمو، د سپین‌غربازان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش اته لوبډلې دې چې دغه لیګ کې به سره سیالي وکړي.

د سیالیو "الف" ډله کې شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او دمیوند اتلان سره لوبه کوي. همداراز "ب" ډله کې به طوفان هریرود، د سپین غربازان، موج های آمو او د اباسین څپې لوبه وکړي.

د طوفان هریرود لوبډله د هېواد د لویدیځ زون استازې ده او تېر کال د څلور ځل لپاره د دغو سیالیو اتله شوه. د افغانستان د غوره لیګ سیالۍ اته کاله مخکې پيل شوې.

دغه سیالۍ به د روانې میاشتې تر ۲۵ مې پورې به دوام وکړي.

ټکل شوې ده سبا لوبه کې شاهین  اسمايي او د میوند اتلانو لوبډلې سره سیالي وکړي.

شریک یي کړئ