Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو؛ طوفان هریرود بریا خپله کړه

د هېواد فوټبال غوره لیګ سیالیو نهم پړاو پرانیسته د طوفان هرېرود له بریا سره وه.

دغه لیګ (پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) کابل کې د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح، د ولسي جرګې د رییس، میر رحمان رحاني او ځینو سیاسي څېرو په ګډون سره پیل شو.

ښاغلي صالح هیله څرګنده کړه چې دا سیالي د هېواد ټولو وګړو ته د سولې پیغام شي.

 لومړۍ لوبه د اباسین څپې او توفان هریرود تر منځ وه بریا هم توفان هریرود، یو د سفر پر وړاندې  خپله کړه.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ لپاره اته لوبډلې په دوو ګرپونو کې ځای پر ځای شوې دي.

شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، سیمرغ البرز، موج‌های آمو، د سپین‌غربازان، د اباسین څپې او عقابان هندوکش اته لوبډلې دې چې دغه لیګ کې به سره سیالي وکړي.

د سیالیو "الف" ډله کې شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، عقابان هندوکش او دمیوند اتلان سره لوبه کوي. همداراز "ب" ډله کې به طوفان هریرود، د سپین غربازان، موج های آمو او د اباسین څپې لوبه وکړي.

د طوفان هریرود لوبډله د هېواد د لویدیځ زون استازې ده او تېر کال د څلور ځل لپاره د دغو سیالیو اتله شوه. د افغانستان د غوره لیګ سیالۍ اته کاله مخکې پيل شوې.

ټاکل شوې ده چې نن دوهمه لوبه کې شاهین اسمايي او د میوند اتلانو لوبډلې سره مخامخ شي

شریک یي کړئ