Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه وځنډول شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ نن شنبې (د تلې په ۵مه) د اسټرالیا او افغانستان ترمنځ یوازینۍ تېسټ لوبې له ځنډېدو خبر ورکړ.

د دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې :«د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره درک وي چې دغه پرېکړه په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو او پر سپورټي فعالیتونو د هغې د اغېزې له امله نیول شوې ده.»

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې د افغانستان کرېکټ بورډ هیله من دی چې د وضعیت له ښه کېدو سره وکړای شي دغه لوبې ترسره کړي.

له هغې وروسته کله چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرېکټ د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ تراوسه یې څلور لوبې ترسره کړي دي چې له دې ډلې د ایرلنډ او بنګله دېش لوبډلو په وړاندې بریا ترلاسه کړې او د هند او ویسټ انډيز لوبډلو په وړاندې یې ماته خوړلې ده.

ورته مهال د «ای اېس بي اېن» د اسټرالیا د کرېکت چارواکو پر حواله د دغو لوبو ځنډېدل تایید کړي دي او د ځنډولو دلیل هم پر نړیوالو سفرونو محدودیتونه او کرنټين بللی دی.

بلخوا دغو چارواکو هم هیله څرګند کړې ده ټولې هغه لوبې چې ځنډول شوې دي تر ۲۰۲۳ کال پورې ترسره شي.

له هغې وروسته کله چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرېکټ د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ تراوسه یې څلور لوبې ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ