Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فوټبال غوره لیګ؛ سیمرع البرز ۵ -۰ عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټبال غوره لیګ په څلورمه لوبه کې چې نن له غرمې وروسته (سې شنبې، د تلې په ۸مه) ترسره شوې سیمرغ البرز لوبډله وتوانېده چې پنځه صفر عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه.

د لومړۍ پاڼۍ په لومړنیو دقیقو کې، تر ډېره د ډګر په منځ کې و او دواړه لوبډلې ونه توانېدې چې د ګول وهلو موقعیت رامنځته کړي.

د لوبې په ۳۰ دقیقه کې د سیمرغ البرز بریدونه زیات شول او دغې لوبډلې له کیڼ لوري د عقابان هندوکش دورازه پرانیسته او لومړنی ګول یې ترسره کړ.

له دغه ګول دوه دقیقې وروسته د سیمرغ البرز لسمه شماره لوبغاړی مصطفی رضايي وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ګول ووهي.

د دغې لوبې دویه پاڼۍ کې سیمرغ البرز د لوبې په ۵۴ دقیقه کې مصطفي رضايي چې لوبډل مشر هم دی خپل دویم او د لوبډلې لپاره درېیم ګول ترسره کړ.

دا د لوبې پای نه و، د سیمرغ البرز لوبډلې په ۸۰مې او ۸۴مې دقیقو کې دوه نور ګولونه ترسره کړل او لوبه پنځه صفر پای ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو پنځمه لوبه سبا چهارشنبې - د طوفان هریرود او موج های امو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ د تېرې اوونۍ په پنجشنبې پیل شوې دي.

شریک یي کړئ