د هېواد په سویل کندهار ولایت کې د بُست په نامه د کریکټ غوره ليګ د لومړي پړاو سیالیو اتلولي میوند اتلانو لوبډلې په ګټه تېر ماښام(چهارشنبې د تلې په ۹مه نېټه) پای ته ورسېده.
یاد لېګ کې چې پنځه لوبډلو برخه اخیستې وه له ډلې یې د اختیارالدین کلا او میوند اتلانو لوبډلو پای لوبې ته لار پیدا کړه.
دبُست غوره ليګ په لومړي ځل په کندهار کې ترسره شو.
د بست کریکټ لیګ د وږي په ۳۱مه نېټه کندهار کې پیل شو او په کې هېواد سویل لویدیځ کې د نهو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی وو.
د هېواد سویل کې د کریکټ مسوولین وايي چې د بست لیګ د هېواد په کچه تر شپږیزې وروسته لوی لیګ بلل کیږي.