د کابل د نجونو د فوټبال لوبډلې د غورولایت د نجونو د لوبډلې پر وړاندې د بریا په خپلولو سره نجونو د فوټبال لیګ نیمه وروستي پړاو ته لار ومونده.
نن سهار دوشنبې (د تلې په ۲۱ مه نېټه) د هېواد د نجونو د فوټبال لیګ سیالیو د ډلییز پړاو وروستۍ لوبه د کابل او غور د نجونو د لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دې لوبه کې د پلازمېنې د نجونو لوبډلې دوه پر یو د غور لوبډلې ته ماتې ورکړه او له دریو هغو لوبډلو سره یو ځای شوه چې نیمه وروستي پړاو ته یې لاره موندلې ده.
د کابل د نجونو د فوټبال لوبډلې غړې، خرسند یوسفزۍ وايي:« ډېره ښه لوبه وه... هڅه کوو چې په نیمه پایلوبه کې ښه لوبه وکړو.»
د کابل د نجونو د فوټبال لوبډلې غړې، بهاره صمیمي زیاتوي:« موږ سخته لوبه درلوده په دې خاطر چې لوبغاړي مو ټپي شول. هڅه کوو چې پایلوبې ته لار پیدا کړو.»
ټاکل شوې ده ددغو سیالیو په نیمه وروستي پړاو کې د هرات لوبډله د غور د لوبډلې پروړاندې لوبه وکړي او د پلازمېنې لوبډله هم د بامیانو له لوبډلې سره لوبه وکړي.