Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات ته ددغه ولایت د فوټبال ښځینه لوبغاړو له ستنېدو تود هرکلی وشو

د هرات د فوټبال لوبغاړې د هېواد د فوټبال د ښځینه غوره لیګ څلورم پړاو د اتلولۍ له ترلاسه کولو وروسته، هرات ته له سنېدو سره د خلکو د خپلې کورنۍ له تود هرکلي سره مخامخ شوې.

د هرات د فوټبال ښځينه لوبډلې غړو کورنۍ خپلې لوڼې اتلې ګڼي او وايي چې هغوی د افغانستان د ټولو ښځو لپاره ویاړ رامنځه کړی دی.

د هرات د فوټبال د نجونو لوبډلې غړې عابده نافع وايي:«د هرات نجونې له تش لاس سره ولاړې خو له نېکه مرغه له ډک لاس سره راستنې شوې. څرګنده یې کړه چې موږ کولای شو د اتلولۍ کپ هرات ته راوړو او د خلکو پر شونډو خندا خپره کړو.»

د هرات د فوټبال نجونو لوبډلې غړې مریم مهرزاد هم وویل:«موږ غواړو چې پرېږدي نجونې هم د هلکانو په څېر په هر حالت کې چې دي سپورټ وکړي، خپل استعدادونه څرګند کړي.»

د هرات د فوټبال نجونو لوبډلې غړې صبریه نورزۍ هغه لوبغاړې ده چې د کابل له لوبډلې سره په لوبه کې ژوبله شوه؛ د هغې کورنۍ خپله لور اتله بولي.

د صبر یې نورزۍ پلار عبدالکریم نورزی وايي:«یو ولایت چې اتل کېږي خبلې ځانګړې خوشحالۍ لري. زه ډېر خوشحاله شوم د دې لپاره چې واقعاً په خپلې لور ویاړم.»

د هرات د نجونو د فوټبال لوبډلې غړې صبریه نورزۍ هم څرګندوي:«د هرات نجونې ښه استعداد لري نه یوازې د فوټبال په برخه کې، په ټولو برخو کې.»

د هرات د نجونو د فوټبال لوبډلې د بلې غړې فاطمې براتیان مور او پلار هم خوښ دي چې لوریې په لوبه کې د یوه ګول په ترسره کولو سره خپلې لوبډلې ته اتلولي او خپلې کورنۍ او د ټول هرات نجونو ته ویاړ ورپه برخه کړ.

د فاطمې براتیان مور نفیسه کریمي وايي:«زه په خپلې لور واقعاً ویاړم.»

دا لومړی ځل دی چې د هرات د نجونو لوبدله د هېواد د نجونو د فوټبال لیګ سیالیو  اتلولي ګټي. په تېرو درې پړاونو کې د دغه لیګ اتله لوبډله کابل او دویمه هم هرات وه. په فوټبال ښځينه غوره لیګ څلورم پړاو کې چې په کابل کې ترسره شو، د کابل، هرات، بلخ، غور، بامیان او جوزجان لوبډلو ګډون کړی وو. 

د هرات د نجونو فوټبال  لوبډله په ډک لاس او د لومړي مقام په ګټلو سره  کور ته ستنه شوې ده . دا نجونې په هرات ښار کې د خلکو او خپلو کورنیو له هر کلي سره مخ شوې.

شریک یي کړئ