Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خوستیان په دغه ولایت کې د کرېکټ «مېلیون جام» ترسراوي غوښتونکي دي

د خوست ولایت ځوانان د یوه لاریون په لړ کې، په دغه ولایت کې په ټاکلي وخت د کرېکټ «مېلیون جام» پنځم پړاو سیالیو د ترسراوي غوښتونکي شول.

هغوی د هغه څخه په اعتراض کې چې په خوست ولایت کې د دغه جام د ترسراوي لپاره د کرېټ بورډ پلمې ګڼي ټينګار کوي چې د سترې پکتیا حوزه د دغو سیالیو د کوربتوب لپاره قانوني حق لري.

دغه ځوانان د افغانستان کرېکټ بورډ د مسلکي وړتیا په نه شتون تورن وي.

د خوست یو تن اوسېدونکی وايي:«د دې لپاره چې مېلیون جام کرېکټ لیګ په خوست کې ترسره کېږي، له خوست او د خوست له لوبغاړو سره توپیري چلند کېږي.»
 
دوی له حکومته غواړي چې، دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي او همداراز په کرېکټ بورډ کې هغه څه ته چې دوی یې غیر حرفه يي چلند بولي د پای ټکی کېږدي.

د خوست یو تن اوسېدونکی څرګندوي:«ټول قانوني کارونه یې شوي دي، تضمین یې ورکړی دی، یوسفزی صاحب په افغانستان کې نشته، په انګلستان کې ناست دی او له هغه ځایه پرېکړې کوي.»

له دې سره سم، کرېکټ بورډ بیا په یوې اعلامیې کې د دغو سیالیو د ترسره کېدو لپاره د قانوني او اصولي بهیر پر پایته رسېدو ټینګار کړی دی.

د هېود د کرېټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه وايي:«له دې مخکې چې لیګ ترسره کېږي،لوبې ترسره کېږي باید د قانون په رڼا کې په ټولو مراحلو ځان پوه کړي، او له هغې وروسته یوه لیګ ته اجازه ورکړل شي.»

ټاکل شوې چې، د کرېکټ مېلیون جام سیالیو پنځم پړاو د لړم پر نهمه د خوست په کرېکټ لوبغالي کې پیل او د دغې میاشتې تر ۲۳مې دوام وکړي.

د خوست ځينې ځوانان وايي، که چېرې دغه سیالۍ په ټاکلي وخت پیل نه شي، دوی به خپلو اعتراضي خوځښتونو ته همداراز دوام ورکړي.

شریک یي کړئ