د مس عینک لوبډله د دویم ځل لپاره د غازي امان الله خان کرېکټ جام سیالیو اتلوي خپله کړه.
دغه سیالي تېره ورځ د مس عینک او امو لوبډلو ترمنځ پیل شوه چې په پای کې مس عینک لوبډله وتوانېده چې د اوو ویکټو په توپیر امو لوبډلې ته ماتې ورکړي.
رحمان الله ګربز چې په دغې لوبه کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې، د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د لوبې پ لومړۍ پاڼۍ کې د مس عینک لوبډلې د امو لوبډلې پر وړاندې توب وهنه پیل کړه. او سیالې لوبډلې په ۵۰ اورونو کې ۱۶۱ منډې د مس عینک لوبډلې ته هدف وټاکه.
په دغو سیالیو کې د امو لوبډلې په ګټه عبدالمالک ۱۰۷، افسر ځاځي ۴۶، عظمت الله ۴۲ او ننګیالي خروټي هم ۲۹ منډې جوړې کړې.
ورته مهال بیا د مس عینک لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز ۱۲۸، رحیم منګل ۴۳، شاهدالله کمال ۳۶ او رحمت شاه ۱۹ منډې جوړې کړې.
د امو لوبډلې لوبډل مشر جاوېد احمدي چې په دغو لوبو کې ۲۵۳ منډې او درې ویکټې ترلاسه کړې دي، د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه جایزه ترلاسه کړه او همدارنګه رحمت شاه هم د ۲۵۷ منډو په ترلاسه کولو سره د ټورنمنټ د غوره توپوهني جایزه خپله کړه، بلخوا بیا ظاهر خان د ۱۳ ویکټو په ترلاسه کولو د غوره توپ اچوونکي او حسیب الله د لسو ویکتو په اخیستو سره د ټورنمنټ د ځوان لوبغاړي په توګه جایزه ترلاسه کړه.